د بڼو د اوږدولو ۸ ډوله کورنۍ درملنه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: آلماء افغان
مېرمنې خوښوي چې اوږده او ښایسته باڼه ولري، ځکه د غټو بڼو درلودل يې د مخ د ښکلا سبب کیږي.
ډیری مېرمنې ددې لپاره چې، ښکلې ښکاره شي یا بازاري باڼه ږدي او یا هم په خپلو بڼو ریمل وهې څو اوږده شي خو دا طریقي ترکله؟
ددې لپاره چې، د تل لپاره اوږده باڼه ولرۍ موږ درته څو ډوله کورنۍ طریقي درښیو چې له مخې به يې تاسې د ښکلو بڼو درلودونکي شۍ.
د بڼو څخه حفاظت تر ویښتانو هم ډیر مهم دی، څرنګه چې، د ویښتانو سمه ساتنه کوۍ همداسې د بڼو هم وکړئ.
خو؛ په یاد ولرئ!
کومه طریقه چې درته موږ در زده کوو ژر نتیجه نه ورکوي، دا نتیجه به د دوو میاشتو په اوږدو کې وګورئ او دوامداره به وي.
۱. د هرې ورځې په اخیر کې مو د سترګو سینګار پاک کړئ
کله چې، تاسې فیشن کوئ او سترګې مو جوړوۍ ترڅنګ يې په بڼو مو ریمل هم وهۍ نو دا د ورځې په اخیر یا د شپې مخکې د ویده کیدو پاک کړئ ځکه د سترګو سینګار مو د بڼو بیش ته رسیږي او نه پریږدي چې، باڼه مو وده وکړي.
کله چې، په بڼو ریمل وهۍ او یا هم په سترګو نور سینګار پورې کوئ ښه ده په آرامه يې پاک کړئ ځکه که تاسې يې په زوره پاک کړئ دا مو د بڼو د تویدو لامل ګرځي نو؛ هیڅکله به ښه باڼه ونلرۍ.
۲.د زیتون غوړي
د زیتون غوړي مو هره شپه په بڼو ومښئ، دا کړنه مو د بڼو د اوږدیدو او قوي کیدو سبب کیږي.
۳.د ګلسیرین او زیتون غوړو مخلوط
ګلسیرین او د زیتونو غوړي راواخلئ او سره يې ښه ګډ کړئ او وروسته يې په بڼو ومښئ دا چاره به مو د بڼو ودې ته تقویت ورکړي.
۴.واسلین
سره له دې چې خالص واسلین نرم دي خو هره شپه يې په بڼو وهل، باڼه مثبوت او قوي ساتي.
۵.شین چای
د چایو شنې پاڼې په ګرمو اوبو کې ګډې کړئ، وروسته په همدې اوبو خپل باڼه ومښئ دا چاره به مو باڼه اوږده او سالمه وده به ورکړي.
۶. د لیمو پوسټکی او زیتون غوړي
د لیمو پوستکی څو ورځې د زیتونو په غوړو کې ګډ پریږدئ او وروسته له څو ورځو يې را واخلۍئاو هره شپه د لیمو پوسټکی مو په بڼو وموښئ ترڅو مو باڼه سالمه وده وکړي.
۷.خپل باڼه لنډ کړئ
دا کار مو وقعیاً د بڼو په غټولو کې رول لري هڅه وکړئ په هرو دوو یا دریو میاشتو کې مو یو ځل باڼه لنډ کړئ ځکه دې سره مو باڼه ښه وده کوي.
په یاد مو وي د بڼو یو پر څلورمه برخه کوچنۍ کړئ (اخرنۍ څوکه د بڼو).
پاملرنه: دا کار د یو پوه او متخصص شخص پرته ترسره نه کړئ.
۸.غذايي رژیم
باید داسې مناسب غذايي رژیم ولرو چې له دننه مو ویښتان سالم او قوي شي ددې لپاره باید لاندې خوراکونو ته پام وکړو:
ــ مڼه
ــ شنه سابه
ــ د چرګې هګۍ
ــغوښه
ــ ماهي
یاد پروټیني مواد مو باید په غذايی رژیم کې موجود وي.
په یاد لرئ!
هیڅلکه د سهار ناشته مه پریږدئ ځکه؛ دا چاره مو د پوستکې، هډوکو او ویښتانو د خرابیدو لامل ګرځي
تل سپورټ کوئ که پلی تګ هم وي.