نیوزیلینډ هم د IPL کوربتوب ته چمتوالی ښودلی!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د متحده عربې اماراتو او سریلانکا څخه وروسته نیوزیلینډ هیواد هم له هندوستانه غوښتې، چې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ورکړي.
د راپورنو له مخې نیوزیلینډ هندوستان ته وړاندیز کړی، چې سږ کال موږ د اي پي ایل کوربتوب کوو.
تر نیوزیلینډ مخکې متحده عربې اماراتو او سریلانکا هم له هندوستان څخه غوښتې وه، چي د اي پي ایل ۱۳م پړاو کوربتوب ورکړي.
په دې تړاو د هند کرکټ بورډ یو شمېر مسوولینو هم ویلې وه، چې ممکن سږ کال آی پي ایل لیګ د هندوستان په ځای متحده عربې اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره شي.
یاران uncategorized 275 نیوزیلینډ هم د IPL کوربتوب ته چمتوالی ښودلی!
دا چې په هند کې لا هم کورونا ویروس مخ په پراخېدو دی، داسې راپورنه ورکول کیږي، چې دولت به یې اجازه ورنکړې، آي پي ایل دي د هند په کوربتوب ترسره شي.
خو اوس تازه د هند کرکټ بورډ ویلې، چې دوی د آی پي ایل لپاره لومړی د هند په کوربتوب پلانونه جوړوي، خو که دولت اجازه ورنکړه، نو بیا به یې بهر هیوادونو کې پر ترسره کولو غور وکړي.
ټاکل شوې وه، د هند آی پي ایل سیالۍ په مارچ میاشت کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله له ځنډ سره مخ شوي دي.