د پاکستان او نیوزیلنډ شل اوریزه لوبې؛ دوې نیوزیلنډ، خو یوه پاکستان وګټله

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د نیوزیلنډ هیواد په کوربتوب د درو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره شوه، چې په دوو لوبو کې نیوزیلنډ، خو په یوې لوبه کې بیا پاکستان بریا خپله کړه.
په دې سره دا لړۍ نیوزیلنډ ۲ پر ۱ د پاکستان څخه وګټله.

لومړۍ لوبه

پاکستان او نیوزیلنډ هیوادونو لومړۍ شل اوریزه لوبه د تیري جمعې په ورځ ترسره کړه، چې په همغه لوبه کې نیوزیلنډ په ۵ ویکټو پاکستان ته ماته ورکړې وه.
یاده لوبه کې پاکستان لومړی توپوهنه کړې وه، چې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې نیوزیلنډ ته د ۱۵۴ منډو هدف ټاکلی و.
یاد هدف نیوزیلنډ لوبډلې د لوبې په ۱۸،۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په پنځو ویکټو یې بریا خپله کړه.

دویمه لوبه

دې دوو هیوادونو دویمه شل اوریزه لوبه د تیرې یکشنبې په ورځ ترسره کړه، چې پکښې نیوزیلنډ دا ځلې په نهو ویکټو پاکستان ته سخته ماته ورکړه.
یاده لوبه کې یوځلې بیا پاکستان لومړی توپوهنه وکړه، چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې نیوزیلنډ ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکی.
نیوزیلنډ وروسته یاد هدف د لوبې په ۱۹،۲ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په دویمه شل اوریزه لوبه کې په نهو ویکټو پاکستان له سختې ماتې سره مخ کړ.

درېیمه لوبه

نیوزیلنډ او پاکستان د لړۍ وروستۍ شل اوریزه لوبه پرون سې شنبه ترسره کړه، چې پکښي دا ځلې پاکستان په څلورو ویکټو نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کې لومړی نیوزیلنډ توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړ په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکی.
پاکستانۍ لوبډلې دا هدف د لوبې په ۱۹،۴ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په وروستۍ لوبه کې یې د نیوزیلنډ څخه بریا خپله کړه.

ټیسټ لوبې

د شل اوریزه سیالیو څخه وروسته دا دوه هیوادونه د نیوزیلنډ په کوربتوب دوې ټیسټ لوبې هم ترسره کوي، چې لومړۍ ټیسټ لوبه یې د رواني ډیسمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پيلیږي او دویمه یې بیا د راتلونکې جنوري میاشتې په درېیمه نېټه پيلیږي.