کابل کې نوی په نړۍ والو معیارونو سنبال د کرکټ لوبغالی جوړېږي.
د کرکټ بورډ په حواله؛ د کابل د “الوخېلو” سیمه کې به په شپیته جریبه ځمکه کې، په نړیوالو معیارونو سنبال یو نوی د کرکټ لوبغالی جوړ شي.
ولسمشر اشرف غني د “شپږیزې” د پرانیستو په مراسمو کې د کرکټ مینه والو سره دا ژمنه کړې وه، چې ډېر ژر به په کابل کې داسي یو معیاري لوبغالي اباد کړي، چې د نړۍ نورو لوبغالو سره به سیال وي.
د لوبغالي ټول مصارف به د حکومت د کورنۍ بودجې او د کرکټ نړیوالو ملاتړو د مرستو نه پرې کېږي.
د کرکټ بورډ یو مسوؤل “حکمت حسن” د یاران ویب پاڼې ته وویل؛ دا لوبغالی به په نړیوالو معیارونو سنبال وي، چې سربېره پر دې به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره د پنځه ستوري لرونکي مېلمستون، د معیاري حوض، د سرپټې او سرلوڅې روزنځایونو یا اکاډمیو، د نندارچیانو لپاره د سیوري لرونکي ناستي ځایونو، د لوبغاړو لپاره د روغتیايي مرکز، د جومات، د موټرونو تمځای، د اداري ودانۍ او نورو اړونده اسانتیاؤ درلودونکی وي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد لوبغالي په جوړېدو سره به د کرکټ ۳۵ زره نندارچیان په یاد لوبغالي کې سیالۍ له نږدې ننداره کړئ شي او همدارنګه به د کورنيو لپاره هم د ځانګړې ځای لرونکی وي.