ژباړه: صادق طارق
ماهره خلک له ناماهره هغو څخه په ژوند کې ډېر بریالي وي.
ځینې مهارتونه د شوق اړوند وي، خو ځینې داسې دي چې خامخا یې باید هر څوک زده کړي.
البته دا مهارتونه له وخت سره تړلي دي، یانې هره زمانه ځانته جلاـ جلا مهارتونه غواړي.
کومه زمانه، چې موږ او تاسې پکې ژوند کوو، مخته تګ او بریالیتوب پکې ځینې خاص مهارتونه غواړي.
دلته هغه مهارتونه درسره شریکوو، چې تر ۵۰ کلنۍ یې زده کول خورا ضرور دي.
هیله ده، چې په زده کولو کې یې لټي ونه کړئ.
مذاکره کول
مذاکره یو له ترټولو مهمو مهارتونو څخه دی، چې باید زده یې کړئ.
له دغه مهارت څخه د ژوند په هره برخه کې ګټه اخیستی شئ او که مو نه وي زده، په هره برخه کې تاوان در رسیدلی شي.
تاسې که غواړئ کار مو پراخ شي، یا زیاتې پیسې په لاس درشي، یا بل هر هدف چې لرئ، د مذاکرې په مرسته ښه ورته رسیدای شئ.
د مذاکرې مهارت تر خپل سیوري لاندې ځینې نور مهارتونه لکه: د غوږ نیولو، ښه غږیدو، د خبرو پروخت د ښه فکر کولو او نورو څنګزن مهارتونه هم در زده کوي.
دغه مهارت کیدای شي هم د مطالعې، هم په شخصي مجلس کې له لومړنیو تمرینونو او هم په ځینو جرګو ـ مرکو یا مذاکراتي ناستو کې له ګډون سره زده او لا پکې ځان پياوړي کړئ.
په مجلسونو کې غږیدل
د خبرو هنر یا مهارت هم یو مهم مهارت دی. دا له مذاکرې سره دا فرق لري، چې په مذاکره کې به ستاسې په مقابل کې ناست کس/ کسان تر یوې اندازې یا تاسې یا ستاسې موقف پېژني او د هغه لپاره به درته غوږ ږدي.
خو په مجلسونو کې غږیدل یانې په غونډو او ناستو کې دا بېل او خاص مهارت ته اړتیا لري.
دا مهارت زده کول ځینو ته ستونزمن ښکاري، البته ستونزمن به وي، خو ناممکن نه دی.
هیڅ ویناوال له موره دغسې فصیح او بلیغ نه دی زیږیدلی، هغه هم لکه ستاسې په شان انسانان دي او پرځان یې خواري کړې، چې ویناوالي یې زده شوې ده.
د دغه مهارت د زده کولو لپاره د مطالعې ترڅنګ په غونډو کې ګډون، له ښو ویناوالو سره نیږدې اړیکې، له ټیټې سطحې په شخصي او نورو مجلسونو کې د ویناوالۍ مشق دا ټول ضرور او ګټور دي.
د شخصي لګښتونو تامینول
دا له ترټولو لوړو مهارتونو څخه دی. که دا مهارت مو نه و زده، نور به په څه زده کړئ؟
ډېرخلک شته، چې لوړې زده کړې یې کړي، خو بې کاره دي او نورو ته یې د مرستې غوښتو لپاره لاس غځیږي.
تاسې باید له دغو خلکو نه اوسئ، که یئ دا اوس د ځان بدلولو نیت او عمل وکړئ.
د شخصي لګښتونو تامینول ستاسې د ازادۍ لومړنی اصل دی، که مو دا اصل پوره نه کړ، ډېرڅه نه شئ پوره کولای.
د دغه مهارت د زده کولو لپاره هم د نورو له تجربو ګټه اخیستی شئ، هم کتابونه، مقالې او نور اړوند مطالب لوستی شئ.
تېز لوست
د بیل ګیټس په وینا د تېز لوستلو مهارت یو خارق العاده استعداد دی.
د هغه له خبرې غیر هم د تېز لوستلو مهارت یو ضروري مهارت دی.
که مو دا مهارت زده کړ، وخت سپما کولای شئ او په دې وخت کې د وخت سپما کولو نه لوی هنر بل نشته.
همدا شان کولای شئ په عاجلو حالاتو کې د نورو له مرستې بې غمه اوسئ، یانې که بېړه لرئ، مجبوریږئ نه چې د لوستو وړ یو لیک یا بل څه درته بل څوک ولولي.
دا مهارت هم یوازې له مشق کولو سره زده کولی شئ او هم یې د دوستانو په ملتیا، چې هغوی درته وخت قید او یو متن په لوړ غږ لوستو لپاره درکړي، زده کولای شئ.