ژباړه: مریم شریفي
یوه ورځ مې د ښوونځي له یوه زده کوونکي سره خبرې کولې، هغه چې کلنیو ازموینو ته نېږدې شوی و، ویل یې جوئل! ماته دعا کوې چې په ازموینه کې د قبولۍ (بریالیتوب) نمرې واخلم؟ ما ورته وویل ولې موږ د قبولۍ پر ځای د لوړو نمرو لپاره دعا ونه کړو؟ هغه وویل نه جوئل! ښوونکي مې راته ویلي، ته کولی شې یوازې د قبولۍ نمرې واخلې.
هغه تر دې ښه لار نه لیده. ښوونکي یې پرې دغه لېبل لګولی و. ده هم منلی و.
کله مو په دې اړه فکر کړی، چې که خدای پاک له تاسو سره د قبولۍ په نمرو کې مرسته کوي، په ډېرو نمرو اخیستو کې هم در سره مرسته کولی شي؟ ولې منفي لېبلونه له ځانه نه لرې کوی. هماغه خدای پاک چې له تاسو سره د عادي ژوند په تېرولو کې مرسته کوي، د ښه ژوند په تېرولو او برابرولو کې هم در سره مرسته کوي. هغه خدای چې تاسو ته د ژوند کولو لپاره د یوې کوټې مرسته کوي، هماغه خدای در سره د یوه ښکلي او لوی کور مرسته هم کولی شي. لازمه نه ده چې منفي لېبلونه له ځانه لرې کړو؟ د وزن د زیاتوالي لېبل: زه به هېڅکله د یوه ښایسته بدن څښتن نه شم. د (معتادۍ لېبل) زه هېڅکله دغه عادت نه شم پرېښودی. پر تاسو باندې چې هر لېبل چسپول کېږي همغې خواته مو کشکوي او په یو ډول نه یو ډول یې تابع کېږی. کله چې تاسو د هغه په اړه فکر کوی په اصل کې قوت ورکوی تر هغه چې د ژوند بڼه مو در بدله کړي او ژوند مو کنټرول کړي.
همدا لامل دی چې ځینې کسان نه شي کولی خپل بد عادتونه پرېږدي. هغوی پر خپل ځان د روږدي کېدو لېبلونه وهلي دي. ستاسو په ذهن کې اصلي جګړه پیلېږي. که تاسو فکر کوی چې روږدي شوي یاست، هغه ده چې د یوه معتاد کس په څېر به ژوند کوی. تاسو باید دغه لېبل له ځانه لرې کړئ. خدای پاک فرمایي، تاسو ازاد یاست، تاسو پاک یاست، تاسو صحتمند یاست او تاسو تاسو وړتیا لری. منفي او معتاد فکر مو باید په ژوند کې شل کاله وروسته پاتې نه کړي. له همدې نن ورځې وروسته در باندې تازه او مثبت لېبل ووهئ.