ژباړه: نوراحمد فضلي
زموږ په ژوند کښي د مهمو افرادو نه ژغورل، په قهر او غُسې سره غبرګون نه ښوول، پر ځان ترحم نه درلودل، کرکي او کینې ته په زړه او دماغ کښي ځای نه ورکول، او زموږ پر افکارو او ژوند باندي د غلبې په منظور وېرې او اندېښنې ته اجازه نه ورکول، یو لوی فهرست دی، په ځانګړې توګه هغه وخت چي زموږ د ژوند یو مهم کس په فعاله شکل د نشه يي توکو په استعمال اخته وي. ددې کار له پاره د (زه غواړم چي زده کړم څرنګه دا موقعیت او حالت په بهتر ډول مدیریت کړم) ارادې او ( زه باید پر اعتیاد په غونډاري کېدو یا بریالي کېدو کښي خپل نقش اداء کړم) مېړاني او شجاعت زیاته اړتیا ده او هیڅکله آسانه کار نه دی.
زما له پاره له خورا ستونزمنو کارونو یو هم پر منفي افکارو کنټرول درلودل دي.
د طبیعي علومو موسسې د ادعا له مخي، یو معمولي فرد په ورځ کښي له ۱۲ الی ۶۰ زرو فکرونه کوي. په دې مابین کښي، ۸۰٪ منفی او ۹۵٪ تکراري افکار دي. هغه څه چي ځانو ته یې وایو، نه یوازي موږ ته راجع فکرونه، چي د احساس او عمل کولو ډول دی. د کلیفورنیا د برکلی پوهنتون ارواپوه، ډاکټر ریک هَنسِن وايي:” موږ ددې له پاره پیدا سوو چي له خپلو منفی تجربو زدکړه وکړو، مګر خپل مثبت فکرونه په یو ناقص شکل زده کړو “. که چیري منفی فکرونه مثبت هغوی لاندي کړي، ناهیلي او خپګان زموږ ژوند په لاس کښي اخلي. کله چي زما ځوان زوی په نشه يي توکو روږدی وو، زما وېره ډېره سوې وه او هیڅ یې نه پرېښودلم.
د ځان سره مي خبري څه داسي وې: که همدې نشه يي توکو څکولو ته ادامه ورکړي؟ وظیفه له لاسه ورکوي؟ که یې کار له لاسه ورکړ، څرنګه به خپلو ربړو ته رسېدګی کوي؟ د کور کرایه به څرنګه ورکوي او د ځان له پاره به نفقه څرنګه په لاس راوړي؟ زه یې باید مرسته وکړم؟ ماته ویل سوي دي چي باید داسي ونکړم، خو که یې مرسته ونکړم شوني دي هرڅه له لاسه ورکړي. باید د همدې ورځي په تمه کښېنم؟ باید همداسې یې پرېږدم چي ټکه یې پر سر راایله سي؟ که موږ بې کوره سو، بیا؟ څنګه ددې کار مخنیوی وکړم؟
منفی احساساتو مي دماغ نیولی و، مګر دې احساساتو واقعیت نه درلودی. باید ددې دوو ترمنځ توپير مي کولای. د بېلګي په ډول: زما زوی ښه سوی دی. اوس واقعیت دا دی چي ممکن بیا بیرته پخواني حالت ته ولاړ سي. د نشه يي توکو استعمال یو اختلال او بیرته ستنېدل یا پرې بیا ککړېدل یو واقعیت دی، مګر زه نه باید د” که داسي وسول زه باید څه وکړم “ په شان منفی افکار ښکار او ورپکښې غرق سم. پرځای ئې دا واقعیت ومنم او پر خبرو او مجلسونو مي د ځان سره څار او نظارت وکړم. ځان ته یادونه کوم چي زموږ وېري او وهمونه زموږ لوی درواغ دي.
د ځان سره له منفی فکرونو خلاصېده آسانه نه دي. دلته درته څو وړاندیزونه لرم چي ممکن مرسته مو وکړي:
هغه چي کولای سئ تغییر کړئ وپېژنئ: تاسي د اعتیاد سبب نه واست او نه سئ کولای هغه کنټرول یا تداوي کړئ، مګر کولای سئ چي د هغه په نسبت خپل طرز تفکر او ډول ته یې تغییر ورکړئ. کله چي د لومړي ځل له پاره مي په ژوند کښي د خوښي وړ کس ډلي ته ولاړم، د هغه ځای پخوانیو کسانو ته مي په دقت سره غوږ ونیاوه چي څرنګه ئې مثبت تغییرات رامنځ ته کړي ول. که هغوی کولای سوای دا کار وکړي، ما هم کولای سوای.
خپل ځان برسی کړئ او بوخت سئ: ځان ته مي پرېښاوه چي د مشخص وخت له پاره، مثلاً ۱۵ دقیقو له پاره نه اندېښمن کېږم. کله به مي له دقیقه ګر څخه استفاده کوله. وروسته تر هغه ځان په کورني کارونو بوختوم، یا پلی تګ او ځغاسته کوم، کتاب لولم، غذا اماده کوم، موسیقي اورم یا له ملګرو او دوستانو مي د یوه سره تماس نیسم.
د سالم ژوند ډول تعقیب کړئ: موخه مو باید دا وي چي د اوونۍ په زیاتو ورځو کښي د ۳۰ دقیقو په شاوخوا وخت کښي ورزش وکړئ. سالم غذايي رژیم استفاده کړئ او د سټریس سره د مقابلې له پاره، د ذهن خلاصولو، یوګا یا په طبیعت کښي وخت تېرولو ته ورته ځیني مهارتونه وازمایئ. یوه اندازه شوخ طبیعته اوسئ. موږ د خپل خوښي وړ کس په څېره کښي، تر ډېره د خپلو غیر عادی رفتارونو او وسواسونو په رابطه – خپل سرته تکان ورکوو او خاندو.
د ځان سره خبري کول په مثبت شکل تمرین کړئ: هغه څه چي نورو تې نه وایاست، خپل ځان ته ئې هم نسبت مه کوئ. د ژوند پر مثبتو ټکو مو تاکید وکړئ. د یاداښت په کتابچه کښي لیکل کولای سي ستاسي په دماغ کښي سته منفي افکار تعدیل کړي.
شاید ونه سو کولای چي خپل دوستان تغییر کړو، مګر کولای سو هغه څه چي ځانو تې وایو؛ تغییر کړو. زموږ قدرت په همدې کښي دئ.