نزار قباني، هغه شاعر چې د شرق بندیوانې ښځې ته یې شعر کې ازادي لټوله

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لېکواله: مهر تاج 
نزار قباني د ۱۹۲۳ میلادي کال د مارچ په ۲۱مه نېټه د سوریې په دمشق کې زېږېدلی دی. نزار ثانوي زده کړې په دمشق کې پای ته ورسولې. د زده کړې په بهیر کې له خپل شاعر استاد “خلیل مردم بک” نه متاثره شو. نزار د هغه یو له ممتازو شاګردانو څخه و، له ادب او شعر سره يې بې کچې مېنه وه، لوړې زده کړې يې د دمشق په پوهنتون د حقوقو په څانګه کې ترسره کړې. له “زهراء اقبیق “سره يې واده وکړ، له هغې نه يې “هدباء” لور وزېږېده. زهراء په ۱۹۷۰ میلادې کال مړه شوه، په ۱۹۷۳ میلادې کې يې یوې عراقۍ مېرمن “بلقیس الرواي” سره واده وکړ.
په بلقیس میین و، ډېره شاعري یې بلقیس ته کوله؛ ډېرې جرګې يې پرې وکړې خو کورنۍ يې موافقه نه کوله، په عربانو کې دا لرغونی دود دی چې کوم څوک يې د خور او لور په اړه غزل ووايي هغه نه ورکوي، خو له ده سره د ځوانانو وزیر په جرګه ورغی ترڅو بلقیس يې ورکړه.

نزار قباني او عراقۍ میرمن یې بلقیس

اخ نزار به ولې مړ میین او د ښځمنو شاعر نه بلل کېده؛
بلقیس په بیروت کې په ۱۹۸۱ میلادي کال په سفارت باندې په بمي برید کې ووژل شوه. نزار ورته د (بلقیس) تر عنوان لاندې یوه زړه بوږنوونکې قصیده ولیکله چې په عربي ادب کې تر ټولو ښکلې مرثیه شمېرل شوې ده. نزار د بلقیس له مړینې وروسته لندن ته لاړ، د بلقیس مړینې پرې ډېره منفې اغیزه وکړه، هلته یې شعرونه لیکل ترڅو چې په ۱۹۹۸م کال له دې نړۍ وکوچېد.
ښځینه شاعري؛
د نزار قباني په شعرونو کې ښځینه احساس د بل هر شاعر په پرتله ډېر دی او د دې لاملونه همدا وو چې لومړنۍ مېرمن يې مړه شوه، دويمه يې په بم کې والوته او خور یې د خپلې مرضۍ/ خوښې خلاف ورکړه چې ځان وژنه يې وکړه.
دا هغه عوامل وو چې د نزار په نفسیاتو يې بد تاثیر وکړ، د دې ترڅنګ هغه خپله وايي:
په شرقي ټولنه کې ښځه بندیوانه ده غواړم په خپل شعر ازادي ورکړم. د نزار قباني په شعر کې ښځه بېلابېل انځورونه لري. ښځه په هغه ټولنه کې چې ښځه په کې بندیوانه ده، له ښځې غواړې چې د شرقي نظام پر وړاندې راپورته شي، هغه چې ښځې ته يوازې د يوې بازاري غوټې په سترګه ګوري، ورته وایي:
راوپارېږه،
زما خوښېږی چې راوپاریږې،
د دې تاریخ پر وړاندې راوپاریږه،
له هېچا مه ویریږه،
لمر د بازانو هديره ده..
د هغه شرق پر وړاندې راوپاريږه،
چې د کټ د پاسه دې یوه مړۍ شمېري..
نزار قباني وايي:
ښځه کوم نا اشنا مخلوق نه دی، کولی شې چې ښځه په لسو دقیقو کې وپيژنې، په نیم ساعت کې، په یوه ورځ کې، په دوو ورځو کې، دا کومه معما نه ده، په دې اعتراف کوم:
”ما ښځينه ژوند په طول او عرض کړی دی، ما ترې ګټه اخیستې، هغه یوه مدرسه وه چې ډېر څه مې ترې زده کړي دي، زه نو د ښځې په سایکالوژۍ ښه پوهیږم ځکه چې زه يې ښه شاګرد وم“.
نزار قباني له دې سربېره ښځينه نفسیات په ډېر ماهرانه او استادانه شکل یاد کړي دي، هغه په يوه قصیده کې وايي:
زما پر مخ دې دروازه وتړله،
ودې ویل خلک راته راغلي دي،
هو زه پوهیږم چې بله نجلۍ درته راغلې ده،
زما په چوکۍ به يې کینوې،
زما عطر به پرې وهې،
زما غوندې به ترې ځار او قربانيږې،
هغه به هم زما غوندې یوه ورځ ستا د کوټې مخې ته په سړو کې ودریږي،
ته به راووځې،
په غوسه به ورته هغه څه ووايې،
چې ما ته دې ویلي و….
ما چې کله هم د نزار قباني شاعري لوستلې، فکر مې کړی چې دې سړي زما نفسیات لیدلي او له هغې غږیږي. عجیبه تصور راسره پیدا شوی دی، هغه د هندوانو په عقیده چې؛ ګوندې د ده روح زما په وجود کې دی، دا ځل یوازې له ښځینه نفس سره دې نړۍ ته نه دی راغلی بلکې په ښځینه وجود یې خپلې لیونۍ اروا ته غوره کړی دی او که نه بله څه خبره ده؟
ـ ما يې دوه قصیدې وژباړلې؛ لومړۍ قصیده کې یې زما د خپلې لیکلې قصیدې کټ مټ مفاهیم وو چې زه یې ډېره حیرانه کړم، خلاصه لکه په ټوله شاعري یې چې زما نفسیات شیندلي وي.
زموږ په پښتو ادب کې يوه لویه ستونزه دا ده چې تر اوسه څوک د “نزار” په شان پیدا نه شول چې د ښځينه نفسیاتو څخه وغږیږي. په پښتو ادب کې په دې برخه کې درې ډوله شاعران لرو؛
یو ډول يې چې کله هم د ښځينه مصنوعي نفسیات بیانوي نو ټول ورسره ښځه کیږي، د ښځې په نامه ورته اکاونټ خلاصوي، د ښځې په نامه چټ کوي، او ان د همدغسې ښځې په نامه بیا کتاب هم چاپوي.
دوهم ډول نارینه، یوازې له څېرې، سرو شونډو او تورو سترګو نه غږیږي؛ داسې سترګې لرم، داسې شونډې لرم، نازکه یم، حافظه یم…
درېيم ډول شاعران سپارښتنې کوي چې ښځه مه وهئ، ښځه مه ځوروئ، ښځه مه شکنجه کوئ.
د درېیم ډول سپارښتنې ښې دي، خو لومړني دوه ډوله ډېره بېخونده شاعري ده. هغوی یوازې په نامه او څېره میین دي، د ښځې داخلي نړۍ ته نه شي ورننوتلی. دوی د ښځې پر مخ پوډر او پر شونډو سرخي لیدلی شي خو په داخل کې يې د احساساتو او مشاعرو د سمندرې څپو غږ نه اوري. دوی ډېر سطحې غږيږي، خو نزار د ښځينه زړه ته کوز شوی، هغه درد يې حس کړی چې دوی يې احساسوي نو ځکه يې شاعري خوږه او په نفسیاتو ښه لګیږي.
دا هم نزار او دا يې د بلې قصیدې ازاده ژباړه:
ــــــــــــــــــــــ
احمقه مېرمن
زما مشره خوږه مشره
له دې وړاندې کومې بلې یوې احمقې
ښځمنې درته لیکلي؟
دغه لیک د یوې احمقې ښځینه دی
زمانوم؟
نوم اوس پریږده..
رانیه یم که زینب یم
که سلمی یم که ډېوه یم
باور پر اوږو څه بدرنګ نومونه
زما زړه کې څه خبرې
که مې وکړې..اسمانونه به لمبه شي
زما مشره ستا ختیځ،
صادروي ابي لیکونه
د ښځمنو خزانو نه څه خیالونه
د ساطور او د برچې د تېغ په زور
ښځمنو ته لګیا شي
پسرلی، تورې کوڅۍ او تلوسو نه
پرې کوي تنکي سرونه
مشره ستاسي شرق لګیا دی
د ښځمنو له ککرو
جوړوي د شرف تاج
په ما مه کوه نیوکه
زما مشره که مې خط یو څه بدرنګ و
زه یې لیکم او جلاد په دروازه راته ولاړ دی
له کوټې ځنې د باندې د شمال او سپو غپا ده
زما مشره عنتره بهر ولاړ دی
ما به ووژني که خط ته یې ورپام شو
زما سر به له تنې ځنې جلا کړي
که جامې یې زما ولیدې شفافې
زما مشره
که څرګند مې احساسات او مشاعر کړل
نو ته مه زړه تنګی کیږه
ختېځوال نرینه، شعر او شعور ته
هېڅ قایل په ارزښت نه دی
ختيځوال سړی یوازې ښځه پېژنې په کټ کې..
په بخښنې په بخښنې زما مشره
د سړو په پاچاهۍ مې تېری وکړ
لوی او لوی ادب یوازی د سړو دی
مینه هم د سړو برخه په میراث ده
سکس هم د نشي توکي
په سړو باندې خرڅیږي
زما ملک کې آزادي د ښځو
تشه مسخره ده
د سړو له ازادۍ
پرته د چا ازادي نشته
ته زما په اړه وایه څه چې وایي
زه بې عقله، لیونۍ، ساده مېرمن یم
دا په دې چې کومه ښځه
په منطق د نارینو خپله چېغه او درد لیکي
نو احمقه ده احمقه
درته سر کې مې ونه وې
زه ښځمنه یم احمقه!