بل هېواد ته یې سفررد شو؛ نواز شریف یې بیا زنداني کړ!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان د لاهور ښار محکمې بهرني هېواد ته د درملنې لپاره د پخواني صدراعظم نواز شریف غوښتنلیک رد او هغه یې بیا زندان ته واچوه.
یوه نیمه میاشت ازادي
نواز شریف، چې د فساد په یوه ستره قضیه کې د لاس لرلو په تور د پاکستان د سترې محکمې لخوا له واکه ګوښه او له سیاسته منع شوی؛ له څه باندې یوه کال راهیسې زنداني دی.
هغه چې عمر خوړلی او ۶۹ کلن دی، د زړه له سختې ناروغۍ کړیږي.
د هغه کورنۍ څه موده مخکې په زندان کې د نوموړي وضعیت خراب وباله او د درملنې په نیت یې د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
خو محکمې له اوږدو ناندریو وروسته اېله د یوې نیمې میاشتې لپاره د هغه د خوشې کیدو غوښتنه ومنله.
شریف پرون د یوې نیمې میاشتې تر نظارت لاندې ازادۍ تر بشپړولو وروسته بیرته زندان ته واستول شو.
د بهرني سفر د عریضې ردیدل
د هغه کورنۍ د یوې نیمې میاشتې ازادۍ له پوره کیدو څو ورځې مخکې محکمې ته بله عریضه ورکړه، څو هغه له هېواده بهر د درملنې لپاره پریږدي.
خو د لاهور ښار محکمه، چې د نوازشریف دوسیه ورسره ده، دا غوښتنه یې رد کړه.

نېمګړې درملنه
د شریف کورنۍ او خاصتاً لور یې مریم نواز، چې د پلار د خوشې کولو لپاره هلې ځلې کوي، وایي د پلار درملنه یې نېمګړې پاتې او د بیا خرابیدو وېره یې لري.
مریم وایي: پلار یې په پاکستان کې سم نه شي معالجه کیدای.
د هغې په وینا لازمه ده، چې هغه ته د بهرني سفر اجازه ورکړل شي څو سمه درملنه وکړي او بیرته پاکستان ته ستون شي.
خو محکمه او حکومت وایي، چې شریف کولای شي د خپلې خوښې وړ بهرني ډاکټران پاکستان ته وغواړي او هملته درملنه وکړي.
د تېښتې د هڅې وېره
پاکستاني حکومت او محکمه وېریږي، چې که نواز شریف ته د بهرني سفر اجازه ورکړل شي، ممکن د پرویز مشرف په شان وتښتي.
مشرف، چې پخوانی ولسمشر او د پوځ مشر پاتې شوی، له واکمنۍ وروسته همداسې د درملنې په نوم له هېواده ووت او بیا ستون نه شو.
هغه هم د محکمې په امر بندي و.
پر مشرف تور و، چې په واکمنۍ کې یې د پاکستان د سترې محکمې قاضیان د اساسي قانون خلاف ګوښه کړي وو او د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو په وژلو کې یې لاس درلود.
هغه هم د نواز شریف نه په بد حالت کې دی او په دوبۍ کې له کوما سره لاس و ګرېوان دی.