
ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ
ځورونکي فکرونه هغه دي چې زموږ تمرکز د مثبتو ټکو او د پرمختګ وړ فکر، د منفي ټکو او ناهیلیتوب خوا ته اړوي.
منفي فکرونه څه دي؟
منفي فکر د هغه افکارو ټولګه ده چې خپل د لارې څخه مو لرې کوي او زموږ پر راتلونکي ژوند په ډېر بد ډول برید کوي.
ولې منفي فکر پیدا کړو؟
ځکه چې د تېر وخت څخه پښېمانه یو او ښې خاطرې ورڅخه نه لرو، د اوس مهال لپاره اندېښنه کوو، پرته له دې چې کوم څه وشي، او له راتلونکې څخه په وېره کې یو.
د منفي فکرونو پایله څه ده؟
په ژوند کې د ارامتیا نشتوالی، کله چې موږ ګوښي شو، نو اخر له ژور خپګان سره مخ کېږو او پایله یې منفي فکر دی، پرلهپسې اندېښنه او د ویرې حس پیدا کول، کله چې مو خوبونه په رښتیا بدل نه شي، اعتماد په نفس نه درلودل او د ماتې په هکله فکر کول دا ټول د دې سبب کېږي چې موږ منفي فکر وکړو.
که منفي افکار ولرو، نو څه به وشي؟
اندېښمن کېږو، ژور خپګان پیدا کوو، ناهیلي کېږو، د اړیکو د له منځه تللو سبب کېږي، نوی لیدلوری یا خلاقیت مو لمنځه ځي او رښتنې موخې مو لمنځه ځي.
ځینې تګ لارې دي چې د زر او ښه فکر کولو سبب کېږي
د پړېکرې پر وخت خپل په حواسو ډاډه اوسئ، تر ټولو لومړۍ فکر چې مو ذهن ته راځي، یاداښت یې کړئ، احساساتي کېږئ مه، د کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړی وخت وټاکئ. په ارامتیا سره خبرې وکړئ، په یوه ځانګړي وخت کې یوازې د یوې موضوع په هکله فکر وکړئ، پرته له مورنۍ ژبې په بلې ژبې سره فکر وکړئ، په دې هکله فکر مه کوئ، چې څه ډول زر فکر وکړئ، جسمي او بصري فکر وکړئ.
د ذهن انحراف طریقې
کوم څه چې زموږ د ارامتیا سبب کېږي د هغه لیست جوړ کړو او په ورځ کې یې ترسره کړو، ورزش وکړو، کتاب ولولو، لوبې ترسره کړو، ټلویزیون وګورو او موسیقي واورو.
خپل افکار څه ډول مثبت کړو؟
چې پر خپل ځان باور وکړو، ځان وبښو، له تېر وخت څخه درس واخلو، په خپلو خوبونو کار وکړو، بریا مو ذهن ته راولو، خپل تطري غلطیانې تجزیه او تحلیل کړو، په هوښیارۍ سره خپلې ستونزې حل کړو، د مثبت فکر لرونکې سره اړیکه ولرو، له بل لیدلوري څخه هر ډول مسایلو ته وګورو، د خپلو خوبونو عملي کولو لپاره باید فکر وکړو او خپل اوسني وضعیت ته د یوې موکې په توګه وګورو.
څه ډول له منفي فکرونو څخه ځان خلاص کړو؟
خپلې تجربې ووایو، سم معلومات ترلاسه کړو، طبیعي غبرګوڼ وپېژنو، له ارامښت او ورزش څخه ګټه واخلو، له ډېر خواږه، مشروبات او له نښهیي توکي څخه لریوالی وکړو، خپل ورځني کارونه پرېنږدو، خپله خپل ځانته حللاره پیدا کړو، تل هڅه وکړو باید چې عادي اوسو او د منفي افکارو فهرست ولیکو.