د ننګرهار اوبدل شوې غالۍ د اروپا او امریکا تر بازارونو رسیدلي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش
په ننګرهار کې اوبدل شوي غالۍ د اروپا او امریکا په بازارونو کې موندل کیږي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د میرمنو د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام WEE-RDP له لوري نږدې ۲۵۰۰ تنه د غالۍ اوبدلو په صنعت بوخت دي چې د دوی په لاس اوبدل شوي غالۍ او نور صنایع اروپا او امریکا کې په بازارونو کې موندل کیږي.
یاران uncategorized 263 د ننګرهار اوبدل شوې غالۍ د اروپا او امریکا تر بازارونو رسیدلي
د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د یادې ادارې له لورې د بهسودو ولسوالۍ د تعمیراتو په سیمه کې هم ۱۳۸ تنو ته د غالیو اوبدلو په برخه کې د کارموندلو زمینه برابره شوې چې ۱۰۰ تنه یې میرمنې او ۳۸ یی نارینه دي چې د دې صنعت سره په یاده سیمه کی د بی کارۍ کچه راټیټه شوې ده او خلک کولای شی چې د دې لارې د خپلو کورنیو اړتیا وې پوره کړي.

اړتیا او غوښتنه

غالۍ اوبدونکي وايي که یې لاسنیوی وشي، کولی شي چې خپل کار لا ډیر او پراخ کړي.
یاران uncategorized 264 د ننګرهار اوبدل شوې غالۍ د اروپا او امریکا تر بازارونو رسیدلي
وایيي، دوی په هره میاشت کی نږدې ۱۵۰ متره غالۍ اوبدي او بازار ته یی وړاندې کوي خو که د خامو موادو او ځینو نورو برخو کې ورته سهولتونه برابرشي غالۍ به یی په نړیوالو بازارونو کی لومړی مقام ترلاسه کړي.
په ننګرهار کې د نور هیواد په څیر بشري قوه ډیره ده، خو اړتیا یې دا ده چې دوی ته اړوند وسایلو او موادو کې د همکارۍ لاس ورکړل شي، څو لا پراخ او په ډیره کچه غالۍ تولید کړای شي.