د پاکستان د کرکټ په سوپرلیګ کې پرون ۲۲مه لوبه د کراچي کینګز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې اسلاماباد یونایټیډ لوبډلې په ۸ ویکټو د نجیبالله ځدران لوبډلې کراچي کینګز ته ماتې ورکړه.
د یادې لوبې بشپړ جذیات
په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه کراچي کینګز لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکی.
د کراچي کینګز لپاره محمد عاظم ۸۱، نجیب الله ځدران ۷۱، شرجیل خان ۲۵ او مارټین کوپټیل بیا ۶ منډې جوړې کړې.
کله چې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۸ ویکټو کراچي کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د اسلام اباد یونایټیډ لپاره ۸۸ منډي کونیل مونرو او احمد بیا ۷۱ منډې جوړې کړې.
Big score? No big deal for @IsbUnited 🤷🏻
Once again, the #RedHotSquad did the impossible and brought another victory home. Kudos 👏🏼 #MatchDikhao l #HBLPSL6 I #IUvKK pic.twitter.com/5iLeRKcRJN— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) June 14, 2021
پرونۍ لوبه کې د نجیب الله ځدران توپوهنه
نجیب الله ځدران، چې د کراچي کینګز لوبډلې لوبغاړی دی، په ۴۲ توپونو یې ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
کله چې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان کښته شوه، نو
هغه پنځه څلوریزې او څلور بیا شپږیزې ووهلې.
Mazedar shots! @iamnajibzadran adding some masala to this innings 🥵 #MatchDikhao l #HBLPSL6 I #IUvKK pic.twitter.com/j7EpIPjxZb
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) June 14, 2021