نجیب الله ځدران هم په ویسټ انډيز لیګ کې واخیستل شو!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د راپورونو له مخې د ویسټ انډیز په کورنیو تجارتي سیالیو«CPL» کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی تکړه توپوهونکی نجیب الله ځدران هم واخیستل شو.
راپورونه وايي، چې هغه د محمدنبي او نوراحمد لکڼوال له لوبډلې سنټ لوشیا زووکس سره تړون لاسلیک کړی.
په دې تړاو خپله هم نجیب الله ځدران پر خپلې ټویټر پاڼې یو پوسټ کړی.

تر دې مخکې د کارابین په لیګ کې ۶ افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، رحمن الله ګربز، نوراحمد لکڼوال او نوین الحق اخیستل شوي وه.
راشدخان او رحمن الله باراباډوس ټریډینټس لوبډلې، محمدنبي او نوراحمد لکڼوال سینټ لوشیا زووکس لوبډلې، قیس احمد او نوین الحق بیا ګیانا امازون لوبډلې اخیستي.
اوس به د یادو ۶ لوبغاړو ترڅنګ اووم افغان لوبغاړی نجیب الله ځدران هم د محمدنبي او نوراحمد لکڼوال له لوبډلې سینټ لوشیا زووکس د کارابین په سږني پړاو سیالیو کې ولوبیږي.
دا لومړی ځل دی، چې ۷ افغان لوبغاړي په دې لیګ کې اخیستل شوي دي.

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» د راتلونکې اګیسټ میاشتې له ۱۸مي بیا د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پورې ترسره کیږي.
د CPL لیګ تنظیموونکو خبر ورکړی، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي.

دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.
د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره شي.
دا د کاربین لیګ اتم پړاو دی، چې اګسټ میاشت کې به پیل شي.