ژباړه: محمد عزيز پردېس
د ډېری خلکو د ناروغيو او جسمي ستونزو لاملونه د هغوی په اذهانو کې د هغوی افکار دي. د انسان په وجود کې ناسم او نه همغږي کوونکي احساسات، په بدن کې ګډوډۍ رامنځ ته کوي. په اسماني کتابونو او ټولو الهي اديانو کې تل تاکيد شوی دی چې: ( حتی خپل دښمنان هم وبښئ ).
ښايي دا جمله د ډېری خلکو له نظره ساده وګڼل شي او دومره ورته ارزښت ورنکړي؛ خو همدغه غښتلې خبره د ديني اړخ په لرلو سربېره زموږ او تاسې د جسم په ګټه ده او په سلامتۍ کې رغنده ورل لوبوي.
بد خٌلق او نفرت د بدن په ټولو ارګانونو بد اغېز پرېږدي. کله چې يو چا سره کينه او نفرت کوئ، نو دا کار معمولا تاسو په ټولو احساسات سره ترسره کوئ او په پايله کې ستاسو بدن د روماتيسم، مفصلي دردونو او عصبي ناروغيو سره مخ کېږي.
دا د هغه نفرت جزا ده چې تاسو يې په ذهن کې لرئ. منفي افکار ستاسو په بدن کې د زهرو د شيندل کېدو سبب کېږي او د روغتيايي ستونزو سره مو مخ کوي.
په الله تعالی مو باور او عقيده غښتلې کړئ، هيله من واوسئ، د هرڅه په اړه ډېر حساس مه اوسئ او ارامښت اختيار کړئ.
دا په ياد ولرئ چې د نفرت د تخم کرل، د ناروغيو په نامه مېوه توليدوي!