محمدنبي: د عمران خان ځواب مثبت و او ژمنه یې ورسره کړې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
د پاکستان خبریال ساج صادق وايي، چې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نامتو الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ورسره مرکه ويلي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه يې د افغان او پاکستان ملې لوبډلو ترمنځ د یو لړ سیالیو غوښتنه کړې.

ساج صادق پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د نبي له خولې لیکلې، د یادې غوښتني په وړاندې یې د عمران خان ځواب مثبت و او ژمنه یې ورسره کړې، چې پاکستانۍ لوبډله به د افغان کرکټ ملې لوبډلې سره سریز برابر کړي.

 

 

 

 

د نبي له خولې زیاته شوې، چې د پاکستان له لومړي وزیر سره یې لیدنه په زړه پوري وه او د کرکټ اړوند پر ډېرو نورو موضوعاتو ورسره ږغېدلي دي.

تېرکال عمران خان کابل ته په رسمي سفر راغلی وو چې د افغان لوبغاړو سره په لیدنه کي ورته د ټولو لوبغاړو لاسلیک شوی بېټ هم ډالۍ شو او يو قطعه عکس يې هم ورسره ونيوی.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل اوس مهال د پاکستان په سوپرلیګ کې د کراچي کینګز لوبډلې سره لوبیږي.

د یادو سیالیو مخکې نبي عیسی خېل خوښي ښوودلې وه، چې په PSL  کې د کراچۍ کینګز لوبډلې برخه دئ.

د پاکستان په سوپر لیګ کې کراچي کینګز لوبډله او د نبي عیسی خېل لوبېدل

د پاکستان په سوپرلیګ کې تر دې دمه پوري کراچي کینګز لوبډلې دوې لوبې ترسره کړې دي، چې یوه یې ګټلې، خو یوه لوبه یې بیا بایللې ده.

لومړۍ لوبه

کراچۍ کینګز لوبډلې لومړۍ لوبه د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د کویټې ګلډیټرز لوبډلې په وړاندې ترسره کړه، چې یاده لوبه یې په اوو وېکټو وګټله.

محمدنبي عیسی خېل په یاده لوبه کې هم توپوهنه او هم توپ‌اچونه وکړه، چي په توپوهنه کې یې په ۱۴ توپونو تیزې ۳۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

او په توپ اچونه کې یې بیا په دوو اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې، خو کومه وېکټه یې وانه خیستله.

دویمه لوبه

کراچي کینګز لوبډلې خپله دویمه لوبه د فیبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه د اسلام آباد یونایټیډ په وړاندې ترسره کړه، چې یاده لوبه یې بیا په پنځو وېکټو وبایلله.

دې لوبه کې محمدنبي په پنځو توپونو ۷ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې بیا په څلورو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او یوه وېکټه یې واخیستله.

درېیمه لوبه یې نن ماپښین یوه نیمه بجه د ملتان سلطانز په وړاندې ده.