ژباړه: نسیمه محمدي
انسان عجیب او پېچلی موجود دی. د دې پېچلتیا یوه برخه په انسان پورې اړه لري. جسماني خلقت چې په مستقیمه بڼه د انسان پر روح او روان ګټور دی. د انسان په بدن کې یو مهم مرکز شتون لري، چې د بدن د نورو غړو په پرتله، مهم او اساسي رول لري. دا مرکزي ټکی هماغه د انسان زړه دی، چې په بل عبارت د بدن جاکم دی. زمونږ د ستر لارښود په وینا: زړه د بدن واکمن دی.
مینه او محبت
یوه ټولنه انځور کړئ، چې یو واکمن لري تر څو پرې حکومت وکړي، که چېرې دا حاکم سالم او ښه اوسي، د هغه تر واک لاندې هېواد به هم ښه او سالم وي او څنګه چې دا حاکم فاسد وي، دا فساد د ده د هېواد په لر او بر سیوری غوړوي. نو له همدې امله د زړه او روح سلامتیا، یوه مهمه مسئله ده. د زړه او روح ساتنې لپاره، باید د خپلو کړنو او اعمالو څارونکي اوسو. د بېلګې په ډول ویل کېږي خپلو اورېدلو حس ته متوجه اوسئ د انسان غوږ هغه مجرا ده، چې د انسان زړه ته لار مومي. نو ستاسې اورېدلي څيزونه په ورځني ژوند کې ستاسې پر زړه او روح اغېز کوي. نو لیدل کېږي تر ټولو غوره څه چې کولای شو په زړه کې ځای ورکړو، مینه ده.
اوس وختونه ډېری وګړي داسې رفتار کوي، چې ګویا خپل زړه او روح د ژوند په تېرېدو کې، نادیده ونیسي. هر څه اوري او هر عمل تر سره کوي. ډېری وختونه دروغ وایي او داسې انګېري ځینې وختونه د موخو او غوښتنو تر لاسه کولو لپاره، باید کله نا کله دروغ ووایي او دا ستونزه نه رامنځته کېږي، ټول دا اعمال او کړنې زرنګي ګڼي او په خپل ذکاوت ویاړي. دا کړنې ممکن د بېلابېلو موخو سره تر سره شي. دا موخې زیاتې مالي ګټې لاسته راوړل، د لوړ شغلي موقف او رتبې تر لاسه کول……
کله، کله لیدل کېږي وګړي دې ډول کړنو په تر سره کولو کې مخکېتوب کوي، او فکر کوي بریالي خلک دي. ناخبره له دې چې دا ډول عمل، په لومړۍ درجه کې د زړه د مړه کېدو او د روح د تتوالي سبب ګرځي. هغه زړه چې تور او ناروغ اوسي، څنګه کولای شي د انسان د بدن لپاره یو ښه او ګټور واکمن اوسي.
حضرت محمد (ص) فرمایي: خدای (ج) ستاسې څېرې او شتمنۍ ته نه ګوري، بلکه ستاسې زړونه ویني. اصلا الله (ج) د ځمکې پر مخ لوښي لري. پوه شئ هغه لوښي، ستاسې زړونه دي، نو د خدای په نزد تر ټولو خوښوونکي زړونه هغه دي، چې تر ټولو نازک او پاک دي.
که په دقت او غور سره دې روایت ته فکر وکړئ، پوهېږئ هغه څه چې د الله (ج) او رسول الله په نزد ارزښتمند دي، کوم څېزونه دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری زمونږ څخه دا اخلاقي اصول هېر کړي او بدل شويو ارزښتونو ته، ډېر ارزښت ورکوو. تر اوسه مو په دې اړه غور کړی، چې ولې مونږ ټول له ماشومانو سره ډېره مینه لرو؟ مونږ ماشومانو سره مینه لرو ځکه، صادق، مینه ناک او انتقاد منونکي موجودات دي. کله چې غېږ پرانیزي او زمونږ سترګو ته ګوري، په خپلو کتو سره مونږ ته وایي:« ما سره مینه ولره، تاته اړتیا لرم او ستا مینه غواړم».
هغه څه چې اړین دي دا دي چې نور د صداقت او سموالي معنا ته متوجه شي او په همدې خاطر زمونږ سره مینه ولري. مګر کله چې صداقت نه لرو یا تل په خپل ښه والي تظاهر کوو، یواځې مو خپل ځان په زحمت کړی وي.
مینه او محبت یواځې سطحي احساسات نه دي، بلکه لکه د زړه په پرتله ځلا بښوونکې او قوت بښوونکي قوه ده، او د روح پیاوړتیا لوړوي. هغه روح چې پیاووړی دی، د منلو ظرفیت لري او کولای شي نورو سره مینه ولري.
صاف او پاک زړونه چې له مینې مالامال وي، هغه لوښي دي، چې د خدای په نزد له لوړ ارزښت څخه برخمن دي. نو هڅه وکړئ مینه، مینه کول، نیکي کول او صداقت د ژوند سر مشق کړو. ډاډه اوسئ، چې هېڅ انسان د دې ډول کړنو په خپلولو سره زیان ندی کړی. بلکه لوړو موهبتونو ته یې لاسرسی پیدا او د مینې سره د خوږ ژوند مزه څکلې ده.
کوم کس، چې خپل زړه د خدای په یاد، د خدای او مخلوق سره په مینې او ښېګڼې مالامال کړي، ټول وجود یې ښکلا ګرځي. دا کس په لومړۍ درجه کې، آرام او له مینې ډک زړه په درلودلو، د ښکلي او زړه راښکوونکي ژوند څخه، بهرمند شي. له بل پلوه په هماغه ژوند کې کوم څه چې خدای (ج) له هغه غوښتي او خپل ټول عکس العملونه د صداقت او د زړه او روح د لطافت پر بنا جوړوي، دا هماغه اکسیر دی، چې زمونږ په اختیار کې ایښي، تر ټولو ډېره ګټه واخلو تر څو هېڅکله حسرت ونه خورو! هڅه وکړو چې غوره او ارزښتمند اکسیر خپل زړه ته وڅڅوو، تر څو په دی ډول ټول وجود په لوړو نعمتونو کې ډوب شي.