ملا عبدالشکور مطمین، چې د طالب واکمنۍ پر مهال د دغې ډلې د مشر ملامحمد عمر مجاهد نیږدې سلاکار او ملګری و، د یک تلویزون په ککتوس خپرونه کې مېلمه و.
شکور مطمین د تکواندو استاد و، چې له کبله یې د ملاعمر د واکمنۍ پر مهال د بدني روزنې د ریس په توګه دنده ترسره کړې وه.
هغه په دې خپرونه کې د خپل ژوند، طالبانو تحریک، د دې ډلې د واکمنۍ، د ډاکټر نجیب د شخصیت او نورو مسایلو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي، چې دلته به یې مهم ټکي د یاران له لوستونکو سره شریک شي.
د ملا شکور په اړه
ملا شکور په دې خپرونه کې وویل: د کابل یم، دلته زیږیدلی یم، زده کړې مې په ایران کې کړي.
هغه د انجینرۍ په برخه کې زده کړې کړي، د تکواندو په برخه کې لوبیدلی او په خبره یې زرګونه شاګردان یې روزلي.
نوموړی وایي: د استاد رباني د حکومت پر وخت هغه په تهران کې خپل استازی وټاکلم، خو مخکیني استازي ملا خیرالله خیرخوا زما د ټاکنې فرمان رد او دنده را پرې نه ښوده.
شکور مطمین د طالب واکمنۍ له پيل سره کندهار ته ځي، هلته له ملاعمر سره ویني، د بدني روزنې ادارې مشر ټاکل کیږي او د واکمنۍ ترپایه یې دا دنده ترسره کوي.
د ملا عمر په اړه جالبې
ملا شکور مطمین وایي: په لومړي ځل مې ملاعمر په کندهار کې ولیده.
د ده په وینا دی تللی و، چې ملا عمر د ورزشي مرکزونو بیرته پرانیستې ته وهڅوي.
ملا شکور وایي: ملا عمر د دوی د ورزش په اړه نه پوهیده، خو ده ورته ویل، چې کولای شي ورزشي نمایشونه ور وړاندې کړي.
د ده په وینا د ملا عمر د اوسیدو ځای ته یې څو موټره راوړل ، ځان پسې یې کېکاږل او د نارینه وو ورزش ته یې د ملاعمر اجازه ترلاسه کړه.
ملا مطمین وایي، چې ملا عمر وپوښت: په دې برخه کې کوم دولتي ارګان شته/ باید وي؟
وایي، ما ورته وویل: د المپیک او بدني روزنې ادارې وي، خو ملا عمر د المپیک نوم رد کړ، چې هغه بهرنی نوم دی او زه یې د بدني روزنې د ریس او خپل استازي په توګه کابل ته واستولم.
نوموړی دا هم وایي، چې ملا عمر ورته د ښه کار د سپارښتنې ترڅنګ وویل: زه په ورزش او نورو کارونو دې نه پوهیږم، خو په ورزش کارانو به د لمانځه پر وخت جمعه کوې او سم لباسونه به اغوندي.
دا یې هم ویلي و، چې که سم کار دې ونه کړ، په هغې دنیا کې به در نه پوښتنه کیږي.
لوبغالی که د حدودو د جاري کولو ځای؟
ملا شکور مطمین مني، چې د ده د ریاست پر وخت د کابل په غازي لوبغالي کې هره جمعه طالبانو پر هغو کسانو چې مجرمین ګڼل کیدل، شرعي حدود جاري کول.
په دغو حدودو کې سنګسار، په درو وهل، د لاسونو قطع کول او نور شامل وو.
دی د دې کار دفاع کوي او وایي: چېرته چې د حدودو وینه بهیږي، هغه ځای برکتي کیږي.
کاري ماحول او جالبې یې
شکور مطمین د خپل کاري ماحول په اړه وایي: یوه ورځ مو د ریاست چمن کې له ورزشکارانو سره خټکي وخوړل او بیا یې یو بل په پوستکو وویشتل.
وایي تر دې وروسته یو کس عریضې سره راغی او ده نه یې د ریس پوښتنه وکړه، چې ده په لامده لاس عریضه ترې واخیسته او امضا یې کړه.
د شکور په وینا هغه کس بل چا ته شکایت کړی و، چې دغه سړي مې عریضه خیشته کړه، خو هغه ورته ویلي و، چې همدا ریس و.
ملا شکور مطمین دا هم وایي، چې دی د بدني روزنې ریس و؛ مګر د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو جنرالان یې هم له خپلې ادارې مقررول او دومره برلاسی و.
د ډاکټر نجیب په اړه
ملا شکور مطمین پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله یو وطن پاله شخصیت یادوي او وایي، چې هغه طالبانو نه؛ بلکې نورو خلکو وژلی و.
دی زیاتوي، چې طالبانو د هغه جسد خلکو ته د عبرت په هدف په اریانا څلور لاري کې ځړولی و.