مجیب ځدران د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې زبردسته توپ‌اچونه وکړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا هیواد د بیګ باش لیګ په ۳۵مه لوبه کې پرون یکشنبه د مجیب ځدران لوبډلې بریسبین هیټ له سیډني تندرز لوبډلې څخه په دریو ویکټو ماته وخوړه، خو افغان لوبغاړي مجیب ځدران پکې غوره توپ‌اچونه وکړه.
مجیب ځدران په یاده لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره څلور اورنه ترسره کړل، ۱۶ منډې یې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې یې واخیستلې.
inbound760608142046921853 مجیب ځدران د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې زبردسته توپ‌اچونه وکړه
یاد افغان لوبغاړي تر دې دمه په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره اووه لوبې ترسره کړې دي.
په یادو لوبو کې یې ۱۲ ویکټې اخیستې او په ټولو سیالیو کې یې په غوره اوسط سره ۱۷۲ منډې ورکړې دي.
inbound7546470491250552226 مجیب ځدران د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې زبردسته توپ‌اچونه وکړه
دا چې افغان کرکټ ملې لوبډلې د روانۍ جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ایرلینډ سره درې یو ورځنۍ لوبې لري، لا معلومات نشته، چې مجیب به په کومه نېټه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
محمدنبي دوې ورځې مخکې بیګ باش سیالۍ پرېښودې او له ملې لوبډلې سره یوځای شو.
د راپورونو له مخې راشدخان بیا نن بیګ باش لیګ کې وروستۍ لوبه کوي او بیا متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.