
د افغانستان د آزادې مبارزې تکړه لوبغاړی بازمحمد مبارز راتلونکې لوبې ته د ښه چمتوالې په موخه خورا په سختو تمرینونو بوخت دی.
مبارز پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې تمریناتې ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلې، چې راتلونکې لوبې ته يې سخت تمرینونه کړي او پوره چمتوالی یې ورته نیولی.
د مبارز په خبره، چې دې سختو تمرینونو کې توانېدلی، خپل ۵ کیلو ګرام وزن هم کړي.
د مبارز په خبره:
«هر څه د بدلېدو په حال کې دي، ما خپل ۵ کیلو وزن کم کړی، تر څو په راتلونکې لوبه کې د وزن برخه کې کومه جدي ستونزه ونلرم. زما وعده داده، چې د خپل توان او انرژۍ په مټ به د افغانستان او افغان ملت په نوم ویاړونه راوړم.»
هغه پر خپلې فیسبوک پاڼې د ټولو هیوادوالو له ملاتړه مننه کړې.
ټاکل شوې وه د ازادې مبارزې تکړه افغان لوبغاړی بازمحمد مبارز تېره اپرېل میاشتې کې د اتریشي سیال په وړاندې لوبېدلی وای، خو لوبه یې د کورونا ویروس له امله وځنډېده.
خو لا نده معلومه، چې بازمحمد مبارز به په ACA سازمان کې خپله راتلونکې لوبه څه وخت ترسره کړې.
بازمحمد مبارز به پر داسې مهال دا لوبه ترسره کړې، چې لس میاشتې مخکي یې په یوې چلینجي لوبه کي د روسیې هیواد د تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف څخه په ډیري کمي فاصلي ماته وخوړه.
هغه لوبه هم د ACA په نوم د یوې آزادې مبارزې د ادارې له لوري مخ ته وړل کېده، چې په لوبغالي کې د زیاتو مینوالو ترڅنګ دلته افغانستان کې هم زرګونه افغانانو یاده لوبه په ژوندۍ بڼه ولیدله.
دا لوبه درې میدانه ترسره شوه، چي په درې واړه میدانونو کې افغان لوبغاړي بازمحمدمبارز او روسي لوبغاړي کاناکوف خورا سخته مقابله یو د بل په وړاندې وکړه، چې یو لوبغاړی هم ونه وتوانېد، بل لوبغاړی ناک اوټ کړي او درې سره میدانونه یې ولوبول، خو په وروستیو کې د نمرو له امله کاناکوف بریا او مبارز ماته وخوړه.
هغه لوبه بازمحمد مبارز ۲۸ پر ۲۹ نمرو وبایلله، چي دا دومره توپیر ندی.