که غواړئ چې په سړه هوا کې مو موټر یخ ونه وهي؛ نو دا ټکي عملي کړئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: نسیمه محمدي
د ژمي له پیلېدو سره سم په ټولو برخو کې د یخ وهلو او د وسایلو د جام کېدو ګواښ وي، چې باید ځینې ټکي په پام کې ونیول شي. موټرونه هم د دې امر څخه مستثنا نه دي او د ساتلو لپاره یې باید ځینو ټکو ته پام وشي، چې د احتمالي خطرونو مخنیوی وشي. له همدې امله په ژمي کې د موټرونو د بېلابېلو برخو، خصوصاً د انجن د یخ وهلو او جام کېدو، د لارو او سړکونو د یخ کنګل له امله د موټر ځغلول له بل هر وخت سره باید توپیر ولري، چې د ځینو لارښوونو عملي کول ضروري وي؛ البته دا ډېر ساده ټکي دي او ځانګړې پوهې او تخصص ته اړتیا نشته. د دې مطلب په لوستلو د خپلو د لېږد رالېږد وسایلو د ساتنې لارې چارې زده کوئ. مثلاً له بټري څخه ساتنه، او د احتیاط لپاره اضافي بټري له ځانه سره ولرئ.
د دغو ټکو په پام کې نیول په هېڅ صورت زیان نه لري، بلکې له ناڅاپي ستونزو سره د مخ کېدو پر وخت به ډېره مرسته درسره وکړي.
images (3).jpg
د موټر د بخارۍ چک کول؛
په ژمي کې یو له ډېرو مهمو کړنو څخه دا دی، چې د موټر بخارۍ ته مو پام وي، چې ستونزه خو به نه لري. که مو پام شو چې له بخارۍ څخه کابین ته لږه تودوخه ننوځي، نو ستونزه ژر تر ژره حل کړئ. لومړی باید د بخارۍ ستونزه مشخصه او وروسته یې مستري ته یوسئ، چې عادي شرایطو ته برابره شي. دا چاره د مني له پیله بیا د پسرلي تر پیلېدو باید ترسره شي. د دې تر څنګ بخارۍ د ښيښې د خوله کېدو لپاره هم اجباري ده.
images (2).jpg
د موټر د بطرۍ چېک کول؛
د ژمي په موسم کې بټري له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او دا خبره مو ډېره اورېدلې ده. کېدای شي لامل یې په موټر کې د سړو مایعاتو ساتل وي. همدارنګه خپله ساړه هم د موټر د تختو د انقباض لامل شي، خو دا انقباض ډېر کم دی. ویلی شو چې بټري په ژمي کې خپله نیمه وړتیا له لاسه ورکوي، نو همدا بټري چې په اوړي کې په آسانۍ سره موټر روښانه کوي، په دې فصل کې کمزورې او ناتوانه کېږي.
د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د موټرو د برق مرکز ته لاړ شئ، چې ستونزه معلومه شي او د راپېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وشي.

images (4).jpg

د یخ ضد موادو څخه ګټه واخلئ؛
د یخ ضد موادو څخه کار اخیستل په ژمي کې تر ټولو مهم پړاو دی. باید پوه شئ چې اوبه د انجماد پر وخت منبسط او د سلېنډر د درز کېدو لامل ګرځي، چې وروسته نورو برخو ته هم پراخوالی مومي، خو کله چې مشخصه اندازه د یخ ضد مواد په اوبو کې حل کړئ، له کنګل کېدو څخه په کلکله مخنیوی کوي. نو که دا مواد مو د موټر په ماشین کې نه څڅولي، همدا اوس اقدام وکړئ.
images.jpg
د ښيښه پاکوونکو آلې چېک کول؛
بل مهم ټکی چې باید پاملرنه ورته وشي، د ښيښه پاکوونکو چک کول دي. د خرابوالی په صورت کې سل په سلو کې د لید ستونزې او د ټکر خطر زیاتوي. پام مو وي چې دا تېغې ډېرې ګرانبیه نه دي او که ستونزه یې لرله هڅه وکړئ چې ژر یې بدل کړئ. همدارنګه د اوبو شیندلو سیستم هم مهم دی او که ستونزه ولري، نو له حل کولو سره یې د موټروانۍ پر وخت د احتمالي ګواښونو مخنیوی وکړئ. همدارنګه د ښيښې وینځلو مایعې او له اوبو سره لږه اندازه الکول اضافه کړئ، چې په دې سره به مو د یخ نیولو څخه مخنیوی کړی وي. الکول د مخزن دننه په خپله د اوبو د کنګل کېدو مخنیوی کوي.
images (1).jpg
د مناسبو تېلو کارول؛
نن ورځ د څلورو فصلونو له انجن یا ماشین کار اخلي، خو شاید کمپنۍ د ژمي لپاره د خاصو تېلو د کارولو وړاندېز کړی وي، نو که ستاسې موټر د ژمي په موسم کې بل ډول تېلو ته اړتیا لري، ژر یې د بدلولو په فکر کې شئ.
download (2).jpg
په واوره کې له چېن (زنځیر) څخه کار اخېستل؛
د موټرونو څخه د ساتنې لپاره یو بل ګام، د ټایرونو د روغوالي څخه ډاډ دی.
په دې موسم کې د تفت او بخار امکان ډېر وي، چې لیدل ستونزمن کېږي. ښيښې نیسي او د لیدلو وړتیا کمېږي، نو څراغونه کنترول کړئ، چې ښه ولیدلای شئ او له ترافیکي پېښو څخه هم مخنیوی وشي، نو د موټرونو څراغونو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
همدارنګه د لومړنیو کومکونو بکس د موټرونو د ساتلو لپاره یو له مهمو او اړینو اقداماتو څخه دی، چې باید له ځانه سره یې ولرئ.