ژباړه: میلحه ناصري
که یو کتاب ولولئ، ښايي کتاب لوستو ته لېواله شئ.
که دوه کتابونه ولولئ، هرومرو مو له کتاب سره مینه پیدا کېږي.
که درې کتابه ولولئ، حتماً مو په فکر کې ډوبوي.
که څلور کتابونه ولولئ، په یوازېتوب کې به ځان سره خبرې کول پیل کړئ.
که پینځه کتابه مطالعه کړئ، سپین به تور او تور به درته سپین ښکاري.
که شپږ کتابه ولولئ، ډېرو ګروهو/عقیدو باندې به بېباوره، د خلکو پر لارجوړونو او باورونو به یې غوسه شئ.
که اووه ټوکه کتابه ولولئ، ورو ورو نوي نظریات او مفکورې درته پیدا کېږي.
که اته ټوکه کتابه مطالعه کړئ، د خپلو عقیدو په اړه به نورو ته هم ووایاست.
که نهه کتابونه ولولئ، په خبرو خبرو کې مو کار بحث او شخړو ته رسي.
که لس ټوکه کتابونه ولولئ، پوهېږئ چې له هغو کسانو سره جنجال ونه کړئ چې تر لسو کم کتابونه یې لوستي.
که سل ټوکه کتابونه مو مطالعه کړل، بیا نو پوهېږئ چې نور باید جنجال چا سره ونه کړئ او غلي کېنئ.
که زر ټوکه کتابونه مو مطالعه کړل، هله به پوه شوي یاست چې نور لیکنې تاسو نه شي اغېزمنولی. په مهربانۍ به د نورو خلکو تر مینځ ژوند کوئ. که مو مرسته له لاسه وشوه، خلکو سره به مرستې وکړئ او په مناسب وخت کې به یو زرو یووم کتاب پسې وګرځئ.