په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل په نړیواله کچه ترټولو زیات د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
نبي د ۱۳ ځلې د لوبې غوره جایزې ترلاسه کولو په پار ترټولو مخکې دی.
تر نبي وروسته په دویم ځای کې ویراټ کوهلي، په درېیم ځای کې شاهد افریدي، په څلورم ځای کې محمد حفیظ، په پنځم ځای کې روهیت شرما، په شپږم ځای کې شین واټسن، په اووم ځای کې محمد شهزاد، په اتم ځای کې کریس ګېل، په نهم ځای کې ډیویډ وارنر او په لسم ځای کې بیا کوپټیل شتون لري.
شلاوریزه لوبو کې زیات ټاکل شوي د لوبې غوره لوبغاړي؛ نبي پکې لومړی دی
۱ـ محمدنبي: افغانستان، ۲۰۱۰ ـ ۲۰۲۱، ۸۱ لوبو کې ۱۳ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۲ـ ویراټ کوهلي: هندوستان، ۲۰۱۰ ـ ۲۰۲۱، ۹۰ لوبو کې ۱۲ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۳ـ شاهد افریدي: پاکستان، ۲۰۰۶ ـ ۲۰۱۸، ۹۹ لوبو کې ۱۱ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۴ـ محمد حفیظ: پاکستان، ۲۰۰۶ ـ ۲۰۲۱، ۱۰۶ لوبو کې ۱۰ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۵ـ روهیت شرما: هندوستان، ۲۰۰۷ ـ ۲۰۲۱، ۱۱۱ لوبو کې ۱۰ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۶ـ شین واټسن: اسټرالیا، ۲۰۰۶ ـ ۲۰۱۶، ۵۸ لوبو کې ۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۷ـ محمدشهزاد: افغانستان، ۲۰۱۰ـ ۲۰۱۸، ۶۵ لوبو کې ۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۸ـ کریس ګېل: ویسټ انډیز، ۲۰۰۶ ـ ۲۰۲۱، ۶۷ لوبو کې ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۹ـ ډیویډ وارنر: اسټرالیا، ۲۰۰۹ ـ ۲۰۲۰، ۸۱ لوبو کې ۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۸ـ کوپټیل: نیوزیلنډ، ۲۰۰۹ ـ ۲۰۲۱، ۱۰۲ لوبو کې ۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.