
د روان ۲۰۲۱م کال ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی تر دې دمه پورې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ویکټساتونکی او د پيل لوبغاړی محمد رضوان دی.
محمدرضوان په ۲۷ لوبو کې ۱۱۸۹ منډې جوړې کړې دي او تر دې دمه پورې د روان ۲۰۲۱م کال ترټولو زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړی شمېرل کیږي.
له محمد رضوان وروسته د لیست په دویم ځای کې د انګلستان لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی جېروټ شتون لري.
جېروټ بیا په ۱۹ لوبو کې ۱۱۰۲ منډې جوړې کړې او تر محمدرضوان وروسته د روان د ۲۰۲۱م کال دویم مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی.
د لیست په درېیم ځای کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم شتون لري، چې په ۲۶ لوبو کې یې ۱۰۵۲ منډې جوړې کړې دي او تر جېروټ وروسته د روان ۲۰۲۱م کال درېیم مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی.
د روان کال شپږ مخکښ منډه جوړونکې لوبغاړي
۱ـ محمدرضوان: پاکستان، په ۲۷ لوبو کې یې ۱۱۸۹ منډې جوړې کړې دي.
۲ـ جېروټ: انګلستان، په ۱۹ لوبو کې یې ۱۱۰۲ منډې جوړې کړې دي.
۳ـ بابراعظم: پاکستان، په ۲۶ لوبو کې یې ۱۰۵۲ منډې جوړې کړې دي.
۴ـ ډېون کانوې: نیوزیلنډ، په ۱۶ لوبو کې یې ۹۰۳ منډې جوړې کړې دي.
۵ـ تمیم اقبال: بنګلهدېش، په ۲۰ لوبو کې یې ۸۴۷ منډې جوړې کړې دي.
۶ـ ریشپ پنټ: هندوستان، په ۱۶ لوبو کې یې ۸۱۷ منډې جوړې کړې دي.