نړیوالو شل‌اوریزه لوبو کې زیاتې پنځوسیزه جوړونکې لوبغاړي

رنګین تجريدي ډیزاین

د هند کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبډلمشر ویراټ کوهلي په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې د ۲۸ پنځوسیزو په جوړولو سره ترټولو لوبغاړو مخکې دی او لیست په سر کې شتون لري.

ویراټ کوهلي دا ۲۸ پنځوسیزې په ۹۰ نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې جوړي کړې دي.

ددې لیست په دویم ځای کې د هند ملې لوبډلې بل نامتو توپوهونکی روهیت شرما شتون لري، چې په ۱۱۱ نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې یې ۲۶ پنځوسیزې وهلې دي.

ددې ترڅنګ درېیم مقام بیا د پاکستان کرکټ ملې لوبډلو لوبډلمشر او ددې هیواد مخکښ توپوهونکی بابراعظم له ځان سره لري.

هغه په ۶۰ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۲۱ پنځوسیزې جوړي کړې دي.

 

لس هغه لوبغاړي، چې په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې یې زیاتې پنځوسیزې جوړي کړې دي.

 

۱ـ ویراټ کوهلي: هندوستان، په ۹۰ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۸ پنځوسیزې جوړې کړي.

۲ـ روهیت شرما: هندوستان، ۱۱۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۶ پنځوسیزې جوړې کړې.

۳ـ بابراعظم: پاکستان، ۶۰ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۱ پنځوسیزې جوړې کړې.

۴ـ ډیویډ وارنر: اسټرالیا، ۸۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۹ پنځوسیزې جوړې کړې دي.

۵ـ مارټین کوپټیل: نیوزیلنډ، په ۱۰۲ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۹ پنځوسیزې جوړې کړې دی.

۶ـ سټرلینګ: ایرلینډ، په ۸۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۸ پنځوسیزې جوړې کړې دي.

۷ـ ایرون پینچ: اسټرالیا، په ۷۶ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۷ پنځوسیزې جوړې کړې دی.

۸ـ کریس ګېل: ویسټ‌انډیز، په ۷۳ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۶ پنځوسیزې جوړې کړې دي.

۹ـ مایکلم: نیوزیلنډ، په ۷۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۵ پنځوسیزې جوړې کړې دي.

۱۰ـ کیل راهول: هندوستان، په ۴۹ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۵ پنځوسیزې جوړې کړې دي.