د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په شل اوریزه سیالیو کې ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې تر نورو ټولو هیوادونو زیاتې شپږیزې وهلې دي، چې د لیست په سر کې شتون لري.
ویسټ انډیز د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په ۶۷ شل اوریزه لوبو کې ۵۲۵ شپږیزې وهلې دي.
په دې لیست کې افغان کرکټ ملې لوبډله هم شتون لري، چې اتم مقام لري.
افغانستان د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په ۳۶ شل اوریزه لوبو کې ۲۸۷ شپږیزې وهلې دي.
اته هغه هیوادونه، چې د ۲۰۱۶م کال څخه یې راوروسته په شل اوریزه لوبو کې زیاتې شپږیزې وهلې دي
۱- ویسټ انډیز: په ۶۷ شل اوریزه لوبو کې یې ۵۲۵ شپږیزې وهلې دي.
۲- هندوستان: په ۷۲ شل اوریزه لوبو کې یې ۴۴۱ شپږیزې وهلې دي.
۳- نیوزیلنډ: په ۵۲ شل اوریزه لوبو کې یې ۴۰۷ شپږیزې وهلې دي.
۴- انګلستان: په ۵۰ شل اوریزه لوبو کې یې ۳۳۲ شپږیزې وهلې دي.
۵- اسټرالیا: په ۵۸ شل اوریزه لوبو کې یې ۳۱۰ شپږیزې وهلې دي.
۶- پاکستان: په ۷۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۳۰۷ شپږیزې وهلې دي.
۷- سویلي افریقا: په ۴۸ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۹۹ شپږیزې وهلې دي.
۸- افغانستان: په ۳۶ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۸۷ شپږیزې وهلې دي.