دا چې ټیسټ کرکټ یوه داسي لوبه ده، چې باید لوبغاړي تر ډېره پکې له صبر څخه کار واخلي او د لوړو شاټونو خلاف پکې توپوهونکې یوه ـ یوه منډه ډېره په احتیاط جوړوي.
خو داسي لوبغاړي هم شته، چې د کرکټ په دې فارمټ کې لوړ شاټونه وهي، چې له دې ډلې څخه یو هم د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې چټک توپوهونکی مایکلم و.
مایکلم د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې د ۱۰۶ شپږیزو په وهلو سره ترټولو زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی دی.
هغه یادې شپږیزې په ۱۷۶ انینګزونو کې وهلې.
ټیسټ کرکټ کې زیاتې شپږیزه وهونکې لس لوبغاړي
۱- مایکلم: نیوزیلنډ، په ۱۷۶ انینګزونو کې یې ۱۰۶ شپږیزې وهلې دي.
۲- ګیلچیرسټ: اسټرالیا، په ۱۳۷ انینګزونو کې یې ۱۰۰ شپږیزې وهلې دي.
۳- کریس ګېل: ویسټ انډیز، په ۱۸۲ انینګزونو کې یې ۹۸ شپږیزې وهلې دي.
۴- جک کیلیز: سویلي افریقا، په ۲۸۰ انینګزونو کې یې ۹۷ شپږیزې وهلې دي.
۵- سېواګ: هندوستان، په ۱۸۰ انینګزونو کې یې ۹۱ شپږیزې وهلې دي.
۶- براین لارا: ویسټ انډیز، په ۲۳۲ انینګزونو کې یې ۸۸ شپږیزې وهلې دي.
۷- کایرنز: نیوزیلنډ، په ۱۰۴ انینګزونو کې یې ۸۷ شپږیزې وهلې دي.
۸- ریچارډز: ویسټ انډیز، په ۱۸۲ انینګزونو کې یې ۸۴ شپږیزې وهلې دي.
۹- پلینټاپ: انګلستان، په ۱۳۰ انینګزونو کې یې ۸۲ شپږیزې وهلې دي.
۱۰- هایډن: اسټرالیا، په ۱۸۴ انینګزونو کې یې ۸۲ شپږیزې وهلې دي.