یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ښځې او نجونې څنګه د میاشتني عادت پرمهال درد او ناراحتي کمولی شي؟

نژدې د ټولو ښځو او ځوانو نجونو لپاره د میاشتنۍ عادت یا ” قاعده ګۍ “ ورځې د میاشتې ستونزمن وخت وي.
دا تر قاعده ګۍ مخکې له یو ډول عمومي ناارامۍ ((Premenstrual Syndrome) ) سره پیلیږي او وروسته درد، زړه بداوی، او ذهني ناارامي هم ورسره ملګرې شي.
دا هم ممکنه ده چې د یو شمیر ښځو طبعه او موډ ورسره خراب وي او پر ورځني کار تمرکز هم ورته ستونزمن وي.
ددې پر ځای چې په دې مهال د درد ضد درمل وخوړل شي، ښه ده چې د درد کمولو او نا ارمۍ لرې کولو لپاره ځینې طبیعي او کورنۍ لارې چارې وکارول شي. ځینې یې دلته یادوو:
1- له هغو خوړو چې تیار او بسته بندي شوي وي، ډه ډه وکړئ. ښه داده چې په دې وخت کې سابه او ترکارۍ وخورئ، تازې میوه لکه کیله او نورې هم مرسته کوي. د هګیو خوراک هم ګتور دی. دا شیان د میاشتني عادت د درد په کمیدو او د طبعې ښه کیدو کې مرسته کوي.
2- که امکان ولري سپک ورزش وکړئ، لکه قدم وهل، داسې یو ورزش چې بیخي ډیر مو هم ستړي نه کړي خو د درد په کمولو کې سپک ورزشونه مرسته کولی شي.
3- په ګرمو اوبو لامبل، يا په ګرمه ټوټه ټکور د عضلاتو درد کموي، ناارامي لرې کوي او ستاسو وجود ته ټکور ورکوي.
4- ډیرې اوبه وڅښئ، دا هم د درد او ناارمۍ په کمولو کې مرسته کوي. خو له ډیرو سړو اوبو ځان ساتئ، چای او تودې اوبه په داسې وخت کې بهترین څښاک دی.
5- داسې خواړه وخورئ چې اوبلن وي.
6- پوره خوب وکړئ، ځکه د میاشتني عادت پرلپسې درد او ناراحتي ستاسو وجود ستړی کوي. نو پوره خوب د نا ارمۍ او درد په وړاندې ستاسو مقاومت زیاتولی شي.