ژباړه: ملیحه ناصري
په پخوا زمانو کې یوه پاچا څه کم/زیات ۵۰ کاله پاچايي وکړه. دې هېواد کې بیزوګانې هم ډېرې وې. بیزوګانو سره وویل چې انسانانو پر موږ خورا ډېر حکم وچلاوه، راځئ! دا ځل زموږ نوبت دی.
دوی خپلې نیوکې پر حکومت پیل کړې. پر بېلابېلو ښارونو راتویې شوې، پاچايي یې غوښتله. پاچا چې بله لاره نه درلوده، ټولو ته یې وویل چې راټول/ې شي. پاچا ورته وویل چې تاسو خو ټول/ې یو رنګ یئ، که په تاسو کې یو/ه پاچا شي، پېژندل یې ګران دي.
داسې وکړئ، لاړ شئ، پر ځانونو رنګونه ووهئ چې پېژندل مو اسانه شي، بیا به مو د رنګ له مخې پېژنو چې کوم پاچا دی. بیزوګان/ې خوشحاله شول، لاړل. يوې ډلې ځان سور رنګ کړ، بلې شین او بلې….
بېرته پاچا ته راغلل چې اوس پاچايي راوسپاره!
پاچا چې هوښیار و، ورته ویې ویل: اوس تاسو ووايئ چې کوم یو مو پاچا کړم، سور رنګ، که شین رنګ او یا هم…رنګ؟
نو داسې وکړئ چې لومړی مو پرېکړه وکړئ، بیا به مو زه پاچا کړم.
بیزوګانو هر یوه/ې غوښتل ځان پاچا کړي. د دوی تر مینځ مخالفتونه پیدا شول، ډلو ډلو باندې ووېشل شول. تر هغو یې یو بل سره جنګ وکړ چې نسل یې مخ پر ختمېدا شو.