جمهوريت غوښتونکى شيخ: هغه چې کډوالي يې د طالبانو تر ولکې لاندې هېواد کې د ژوند کولو په پرتله غوره وګڼله

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
سرچينه: ٨صبح
ژباړه: نسيمه محمدي
د خبرو اترو پر مېز د افغانستان د ګټو لپاره څوک چانې وهي؟

مولوي عطاءالله لودين د افغان دولت د سولې د خبرو اترو د ٢١ کسيزې ډلې غړى دى؛ مذهبي سياست مدار چې په خپله وينا يې، د طالبانو په دوره کې يې حتا يوه شپه او ورځ هم په افغانستان کې نه ده تېره کړې. نوموړى چې لورګانې يې د حقوقو او طب پوهنځيو څخه فارغې دي، باور لري چې زدکړې د ښځو روا حق دى. نوموړى له هغه څه چې د خبرو اترو پر مېز دي، کيسه کوي:

“موږ د خلکو د لوړو ګټو په خاطر، د مذاکراتو په لړ کې د طالبانو هر ډول محدوديتونه او خبرې واورېدې او حوصله مو وکړه؛ البته دا پروسه همداسې جريان لري. طبعا طالبان زيات شعارونه ورکوي او د ښځو په اړه بېلابېل موارد څرګندوي، مثلا هغوى وايي چې موږ ښځو ته د زدکړو حق ورکوو او د زدکړو زمينه به برابره کړو. هغوى هڅه کوي د تېر په پرتله خپله بڼه بدله وښيي، خو معلومه نه ده، چې څومره حقيقت به ولري.”

د ښاغلي لودين په وينا، طالبانو انګېرل چې له منځه تللى “امارت”، بيا ځلي جوړ شي او د دې ټولو چارو واګي د دوى په لاس ورکړل شي؛ همدارنګه اشخاصو ته د قدرت وېش د دوى په لاس کې وي او دا ډله پرېکړه وکړي، چې کوم کس د ورکړې مسووليت او صلاحيت ولري. خو افغان پلاوى د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتنه لري، چې د هر وګړي حقوق په کې خوندي اوسي.

مولوى عطاالله لودين څوک دى؟

په ١٣٤٠ لمريز کال د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ او د مولوى سمش الرحمان کاموي په کور کې، يو ماشوم وزېږېد چې تمه وه په راتلونکې کې د سياست په ډګر کې لوړې او ژورې طۍ کړي؛ هغه سياست مدار چې د طالبانو په دوره کې حتا يوه شپه او ورځ هم په افغانستان کې نه وو، خو نن د جمهوريت په استازولۍ په قطر کې د خبرو اترو د مېز تر شا حضور لري. هغه کورنۍ او چاپېريال چې لودين په کې رالوى شو، په شدت سره مذهبي وه. نوموړي هم همدا لار وټاکله. لومړنۍ زده کړې يې د کامې په ولسوالۍ او ثانوي زدکړې يې د نجم المدارس په مدرسه کې پاى ته ورسولې. لودين د کابل پوهنتون د شرعياتو د څانګې په آزموينه کې ګډون وکړ، خو همدا وخت د ١٣٥٧د ثور د اوومې کودتا راپېښه شوه. د ده په وينا، هغه وخت شرعياتو پوهنځي ته د برياليتوب خبر ور ورسېد، چې په پاکستان کې کډوال وو. نوموړي کله چې شپاړس کاله عمر درلود، واده وکړ.

١٣٥٨ لمريز کال او په جهاد کې د مولوي لودين ګډون

لومړيو کې یې د يو عادي مجاهد په توګه د جنګ په جبهو کې ګډون درلود او وروسته د ٢٠ – ٣٠ کسيزې ډلې قوماندان شو. په ١٣٦١ کې د جهادي مشراتو پرله پسې مړينو وروسته، د جبهې مسووليت د ده په غاړه شو. لودين په پنځه ولسواليو کې د جنګ د جبهو مسووليت درلود؛ د هغه وخت د کار د تجربو په اړه وايي:

عجيبه وخت وو، ډېرې لوړې اوژورې مې ولېدلې، محاصرې، شهادتونه، لوږې او تندې، ټپيان، څه تودې او سړې چې دا په خپله يو بشپړ داستان دى.”

سياست او جهاد د لودين د کورنۍ سره تړل شوی وه، چې سربېره پر پلار يې، زيات شمېر تره زامن او تربوران یې هم د جهاد په صحنه کې حاضر وو.
مولوي شمس الرحمان، د عطالله پلار، چې په نجم المدارس او د حبيبيې او محمود طرزي لېسو کې ٥ کاله د تدريس تجربه لرله، څه موده د سيد جمال الدين افغان د لېسې استاد وو. په ١٣٦٤ کال د قطر حکومت په بلنه، دوحې ته ولاړ او هلته يې د تدريس او امامت دنده پر غاړه واخيسته. د قطر حکومت په ملاتړ يې د کورنۍ اقتصادي وضع ښه شوه. عطاالله لودين چې زدکړې يې د جګړو له امله نيمه تمامې پاتې وې، دوام ورکړ؛ خو بيا هم ونشوه.

په ١٣٧١لمريز کې د نجيب د حکومت په ړنګېدلو او د کورنيو جګړو په پيل سره، لودين يو ځل بيا جبهې ته راغى. نوموړي د”فاتح قوماندان” لقب اخيستى وو، د څو ولسواليو له فتحو وروسته، د جلال آباد ښار ته راغى. په هماغه وخت کې د هېواد د “مشرقي شورا” غړى شو؛ هغه شورا چې رهبري يې د حاجي عبدالقدير په غاړه وه. لودين د دغه چوکات په تشکيلاتو کې د ننګرهار د مرافعې څارنوالۍ رييس وپېژندل شو. په کابل کې د جګړې د اور لمبې لا هم ژبغړاندې وې او کله کله به مشرقي شورا په پلازمينه کې د سولې او جنګ ختمېدلو لپاره منځګړيتوب کاوه. په ١٣٧٦ کې د سنبلې په ٢٢مه د طالب حکومت په پيل سره، د ننګرهار نظام او مشرقي شورا سقوط وکړ.
مولوي لودين او کورنۍ يې له افغانستانه بهر شول. نوموړي په هغه کلونو کې خپلو زده کړو ته په فقه، اسلامي علومو او عربي کې د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې دوام ورکړ. لودين د طالباني حکومت پرمهال د زده کړو ترڅنګ د جهادي څېرې په توګه، ايران، سعودي عربستان او قبرس ته سفرونه هم لرل. کله چې طالبانو سقوط وکړ، لودين په رياض کې وو. د فضل الهادي شينواري او حاجي عبدالقدير په بلنه افغاستان ته راستون او بيا يې د ننګرهار د مرافعې رياست دنده ترلاسه کړه.
د ١٣٨١ کال په اسد کې د کابل د محاکمو عمومي رييس شو او وروسته له هغه يې د استېناف د عمومي رييس په توکه خپل فعاليت ته دوام ورکړ. په ١٣٨٤ کې يې د ننګرهار ولايت څخه پارلماني ټاکنو ته نوماند شو او د ١٨٠ نوماندانو ترمنځ يې د لوړو رايو په اخيستلو سره د استازو جرګې ته لار پيدا کړه.
د پنځه کلونو لپاره يې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون رياست په غاړه درلود. په ١٣٨٩ کال کې د برهان الدين رباني په رياست د سولې عالي شورا جوړه شوه او مولوي عطاالله لودين او عبدالحکيم مجاهد يې د مرستيالانو په توګه دنده پيل کړه. په ١٣٩٢ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا د ننګرهار والي وټاکل شو او له دوو کلونو کمه موده کې د استعفا په ورکړې سره، بېرته د سولې عالي شورا ته راستون شو. د شورا رييس، پير سيد احمد ګيلاني وټاکل شو او په نويو تشکيلاتو کې نوموړى د سولې د اجراييه هيٸت غړي او مشاور په توګه کار ته دوام ورکړ. همدا مهال يې خپله دويمه ماسټري د دعوت پوهنتون څخه د فقې او قانون په څانګه کې واخيستله. له کرزي وروسته، د اشرف غني په دوره کې، د انتخابي سناتور په توګه د سنا مجلس ته ور وپېژندل شو او اوسمهال هم د افغانستان د حکومت د مذاکراتي ټيم غړى دى. نوموړى د قيام الدين کشاف تر مړينې وروسته، د هېواد د علماوو شورا سرپرست په توګه هم فعاليت کوي.
ښاغلى لودين ادعا کوي چې د متوسط اقتصادي وضعيت سره په کابل ولايت کې په يوه کرايي کور کې ژوند کوي، او خپلو اولادونو ته يې د زده کړو زمينه برابره کړه. څلور زامن او دوه لوڼه يې له پوهنتون فارغ دي او د پام وړ ټکى دا دى، چې د دغې مذهبي کورنۍ په زړه کې، د لودين لورګانې د حقوقو او طب څانګو څخه فارغې دي. د نجونو له زده کړو منع کول او د ښونيزو مرکزو بندول، د طالبانو د دورې لومړى کار وو، چې اوس هم د مذاکراتو پر مېز د چانه وهلو، اساسي ټکى ګڼل کېږي.
لودين چې د مذاکراتو پايلې رسېدلو ته هيله من دى، باوري دى چې افغان حکومت جنګ او جګړو د تداوم او همدارنګه په زور سره د طالبانو له لوري د هېواد د تسخير هڅو، پرېنښوده چې په افغانستان کې اساسي قانون سم تطبيق شي، د خلکو حقوق پوره او د مکافاتو او مجازاتو قانون اجرا شي.