ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړیدو امر کړی او د خپل دفتر مخکینی لوی ریس عبدالسلام رحیمي یې ورته وزیر ټاکلی.
د ښاغلي غني په فرمان کې رحیمي د سولې په چارو کې د هغه ځانګړی استازی هم معرفي شوی او ویل شوي، چې نوموړی به د کابینې، ملي امنیت شورا او ټولو لوړپوړو کمیسونونو د غړیتوب ترڅنګ له خپلو ټولو مخکینیو حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن وي.
ولسمشر څه غواړي؟
ولسمشر غني د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تاسیس ژمنه د سولې مشورتي لویې جرګې په پای غونډه کې کړې وه.
تراوسه په رسمي ډول ولسمشر او د ارګ مطبوعاتي سرچینو د دغه وزارت د جوړیدو موخه په مشخصه توګه نه ده څرګنده کړې.
خو ځینې وړاندوینې شته، چې له دغه وزارت څخه د ولسمشر د جوړیدو موخې ورسره تړل کیدای شي.
عبدالسلام د عبدالکریم پرځای
یوه وړاندوینه دا ده، چې ولسمشر غني له سولې عالي شورا څخه، چې اوس یې د دوام او نه دوام برخلیک نه دی معلوم؛ ناراضه دی.
د دغې شورا ریس د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د جمهوري ریاست د واکمنۍ دویم مرستیال عبدالکریم خلیلي دی.
خلیلي د حزب وحدت اسلامي په نوم د ګوند مشر هم دی، چې په تېرو ټاکنو کې یې د اشرف غني ملاتړ کاوه او د ګوند یو مطرح غړی سرور دانش یې د غني دویم معاونیت ته ورکړی و.
اوس خلیلي او غني سره جوړ نه دي، خلیلي له دانش سره هم لاره جلا کړې او د خپل ګوند له ادرسه یې په راتلونکو ټاکنو کې اسدالله سعادتي د ډاکټر عبدالله د ټاکنیز ټیم دویم معاونیت ته وړاندې کړی.
کریم خلیلي او د سولې شورا یو شمېر نور غړي لکه: د شورا مرستیال حاجي دین محمد د حکومت د سولې له روانو هڅو سره همغږي نه دي.
خلیلي د سولې شورا د مشر په توګه څه موده مخکې له یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره د پاکستان لاهور ښار ته د افغان سولې په تړاو جوړې شوې ناستې ته هم ورغلی و.
دغې ناستې افغان حکومت سخت قهرولی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کیدو ته د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد په خپل غبرګون کې ویلي، چې ولسمشر دغې شورا سره کومه مشوره نه ده کړې او دوی نه پوهیږي، چې دغه وزارت او د دوی شورا به څه توپیرونه لري او د کارونو فرق به یې څه وي؟
له فردي اختلافونو وراخوا هم د سولې شورا په اړه عامه ذهنیت ښه نه دی.
دغه شورا د ولسمشر کرزي له واکمنۍ څخه ځینو کسانو د «مفته معاش خورو» د شورا په نوم یادوله او ویل یې، چې د امکاناتو له حیف و میل کولو پرته بله کومه موخه یې نشته.
دغه شورا که څه هم د مرحوم پيرسید احمد ګیلاني د مشرۍ پر وخت له حزب اسلامي سره د سولې په موافقتنامه کې له سمبولیک رول څخه برخمنه ګڼل کیده، خو په ټوله کې یې خلک مثبته نه ارزوي.
د شورا په اړه ملاحظې نوې نه، چې پخوانۍ دي، خو د ولسمشر د پریکړې په اړه ډېر ګومان همدا دی، چې د وزارت له جوړیدو سره غواړي یاده شورا لغوه او چارې یې نوي وزارت ته وسپاري.
په دې کار کې د ولسمشر شخصي اغراض هم ممکن وي او هغه دا چې د خپل یو سیاسي مخالف پرځای خپل یو باوري کس د سولې هڅو رهبرۍ ته وړاندې کول غواړي.
د سولې نورو هڅو ته یو نظر
د سولې هڅې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي له وخته د مختلفو نهادونو په چوکاټ کې پيل شوې وې.
په لومړي سر کې پخوانی متوفی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د ملي روغې جوړې په نوم د یوې ادارې ریس و.
دغې ادارې د سولې اړوندې هلې ځلې مخته وړلې او په ولایتونو کې یې هم څانګې لرلې.
تر هغې وروسته حامد کرزي د سولې عالي شورا رامنځته او پخوانی ولسمشر او د جمیعت ګوند مشر مرحوم برهان الدین رباني یې ورته مشر وټاکه.
د رباني تر شهادت وروسته حامد کرزي د هغه زوی صلاح الدین رباني د سولې شورا مشر کړ، چې بیا د اشرف غني په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه له ټاکل کیدو سره ښاغلي غني د شورا مشري د حزب وحدت مشر کریم خلیلي ته وسپارله.
رحیمي که خلیلي؟
د سولې شورا پر ټولو مشرانو خلکو مثبت او منفي قضاوتونه لرل، خو د رباني او خلیلي پر ټاکلو منفي غبرګونونه ځکه زیات ول، چې دوی دواړه له وسله والو طالبانو سره د مخامخو خونړیو جګړو ترخې تجربې لرلې.
د شنونکو په باور د سولې راتګ سره له دې، چې د شورا او اړوند وزارت له رهبرۍ سره دومره تړاو نه لري؛ لکه له اړوندو ستراتیژیو سره، خو بیا هم په فردي لحاظ غوره او مناسبه رهبري هم مهم رول لري.
هغه څه، چې نه په ښاغلي خلیلي کې یې ډېر څرک لیدل کیده او نه یې له ښاغلي رحیمي څخه چندان تمه کیدای شي!