ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
مایکروسافټ شرکت د متحده ایالاتو څو میلیتي کلاوډ شرکت دی، چې مرکزي دفتر یې په ردموند متحده ایلاتو کې دی.
دغه شرکت د ابن شرکت رییس بیل ګیټس او د پال ایلن این د نږدې ملګري لخوا په ۱۹۷۵م کې تاسیس شوی و. او په ۱۹۷۷م کال مایکروسافټ له اسکی ورځپاڼې سره په ژاپن کې موافقه وکړه او په پایله کې لومړنۍ نړیوال دفتر یې په ژاپن کې جوړ کړ. او په کال ۱۹۷۹ کې واشنګتن ډي سي کې نوی مرکز ته لاړ.
مایکروسافټ شرکت په ۲۰۱۶م کې د ټولو نرم افزاره شرکتونو فهرست کې لومړۍ درجه وو. کولای شو د دې شرکت له صنعت څخه نرم افزار، سخت افزار، برېښنایي توکي، د شبکې خدمتونه، د ټولنیزې شبکې خدمتونه، رایانش ابری، د ویډیویي لوبو صنعت، انټرنټ او داسې نور نومونه اخیستلای شو.
د مایکروسافټ شرکت د فعالیت ساحه نړیواله ده، او هغه خلک چې په دې شرکت کې یې کلیدي رول لوبولی پل الن، جان دیلیو تامسون، ساتی نادلا، برد سمت او بیل ګیټس و.
د مایکروسافټ شرکت خپل لومړنۍ محصول یې د لومړیو کمپیوټرونو لپاره د لومړنې خپرونې کولو ژبې یو مترجم نسخه وه. یو څو کاله وروسته، مایکروسافټ د سافټویر توزیع کولو لومړۍ شرکت شو چې د برنامو ژبو کاپي وړاندې کوي.
مایکروسافټ په ۱۹۸۰ کې د خپل عامل سیسټم، زنکس سره د عامل سیسټم کار بازار ته دننه شو. مایکروسافټ بیا MS-DOS رامنځته کړ، په نهایت کې له ډیجیتل څېړنې سره په خبرو اترو کې پاتې راغلل، او د نومبر په ۱۹۸۰ کې یې CP/M نوی عامل سیسټم یې تولید کړ چې وروسته په شخصي کمپیوټرونو کې وکارول شو.
د شرکت محصولاتو کې مایکروسافټ وینډوز، مایکروسافټ افیس، اسکایپ، مایکروسافټ ویژول سټدیو، مایکروسافټ موبایل او مایکروسافټ سرفیس شامل دي. د شرکت کلنۍ عاید ۱۲۵ میلیارده ډالر، خالص ګټه یې ۳۹ بیلیون، ناخالصه ګټه ۴۳ بیلیون، د اسهامو مجموعه ۱۰۲،۳۳ بیلیون او د شتمني مجموعه ۲۸۶،۵۵ بیلیون ډالره دي. د مایکروسافټ کارمندانو مجموعه چې فعالیت کوي، ۱۴۴،۱۰۶ دي. د مایکروسافټ شرکت ارزښت په ۲۰۱۹ کې له ۱ ټریلیون څخه ډېر شو، دا د امازون، اپل او الفبا سره یو ځای یوازینی شرکت دی چې ارزښت یې له ۱ ټریلیون څخه ډېر دی.
په ۲۰۱۰ کې، مایکروسافټ د پلور عاید ۶۲ ملیارد ډالرو څخه ډېر، خالصه ګټه یې له ۱۰ ملیاردو ډالرو نه ډېر او په ټوله نړۍ کې یې ۸۹،۰۰۰ کارمندان درلودل.
د دې عمده فعالیتونه د ډیزاین، پراختیا، ساختماني، جواز ورکولو، ملاتړ او کمپیوټر وسیلو لپاره سافټویر خدماتو سربېره کې دي. دا تر ټولو غوره پلور محصول (مایکروسافټ وینډوز) او سافټویر د (مایکروسافټ افیس) دی او د شرکت اصلي شعار (په هر کور کې په هر مېز کې یو کمپیوټر) دی.
د شرکت (مایکروسافټ افیس) او (وینډوز) محصولاتو په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ کې په ترتیب سره د کمپیوټر او ډیستاپ محصولاتو نږدې ۹۰ سلنه اړینه ځای یې په شخصي کمپیوټرونو او د مېز د سر په کمپیوټړونو باندې د بازار ونډه ترلاسه کړه.
مایکروسافټ، کوم چې په اصل کې د دوه ماشومتوب ملګرو، بیل ګیتس او پل جی الن لخوا رامنځته شوی و، او د ۱۹۸۰ کلونو په منځ کې یې د الټایر لپاره د بسیک برنامې ژباړونکي وپلورل، او د کمپیوټر عملیاتي سیسټمونو کې د (داس) سیسټم ډیزاین کړ.
کله چې دې شرکت خپل اسهام تبادلې ته دننه کړه، نو دا د ۴ ملیاردو ډالرو اسهامو په ډېرولو او نږدې ۱۲،۰۰۰ نفرو له کارمندانو څخه یې میلیونر شول.
مایکروسافټ د ډېرو عوایدو د ترلاسه کولو لپاره ۲۱۰ شرکتونه یې رانیول همدارنګه یوه برخه یې د چاپ او نشر په نامه، د برس په نامه تولید کړ.
مایکروسافټ تل د انحصار په ګډون، د مختلفو نیوکو موخه وه. کوم چې د عدلیې په وزارت او اروپایي کمیسیون کې د انحصار له قانون څخه سرغړونې په اړه د هغې پر ضد ډېري قضیو ته لاره هواره کړه. د عملیاتو سیسټمونو او د فتر سافټویر بازار سربېره، مایکروسافټ په نورو برخو کې هم کار کوي، لکه MSNBC ټلویزیوني شبکه، MCN انترنیټي سایټ او همدارنګه د کمپیوټر هارډویر تولید، د ټوغنډیو په څېر محصولاتو په جوړولو سره، او هم د کور د ساتېرۍ لپاره د هغه له جملې څخه ایکس باکس چې ایکس باکس ۳۶۰ زون هم وړاندې کوي.
مایکروسافټ تل د مختلفو سافټویرونو، لکه نیوز ګروپ او ویب په کارولو سره خپل سافټویر ملاتړ کړی، او د (ام وي پي) جایزه هغه کسانو ته ورکوي چې په داوطلبانه توګه یې د شرکت سره ګټوره مرسته کړې.
په کال ۱۹۸۴ کې بیل ګیټس خپل اسهام یې عمومي کړ کوم چې د مایکروسافټ د ونډې ارزښت د یوه کال په موده کې درې چنده لوړ کړ، چې له امله یې بیل ګیټس د ۳۱ کلنۍ په عمر کې میلیاردر شو.
په ۲۰۱۴ کې، مایکروسافټ شرکت، فنلاندي تولید یې د لسو کلونو لپاره د نوکیا ګرځنده ټیلفون یې د اووه نیم میلیاردو ډالرو په بیه د لسو کلونو لپاره وپیرله. په دې توګه، د لسو کلونو لپاره د نوکیا لخوا ګرځنده ټیلفونونو تولید مایکروسافټ ته وسپارل شو.
د نوکیا ګرځنده ټیلفون سمارټ فونونو ته معرفي کېدلو وروسته سمدلاسه له کټګوری څخه بهر شو، په ځانګړي توګه ساکسومګ او ایفون. په ۱۹۹۴ کې، مایکروسافټ انکاراتا یې په لاره واچوله، چې لومړنۍ دایرت المعارف د فعالیت وړ د کمپیوټر پر مخ و. د مایکروسافټ شرکت په ۱۹۹۵ کې د څو تفریحي موخو لپاره نوی شرکت جوړ کړ.
مایکروسافټ د وینډوز ۹۵ معرفي کېدلو دمخه د سوداګرۍ متمرکز شرکت کېده، مګر وینډوز ۹۵ سبب شو چې اوس د پیرودونکي متمرکز شرکت وګڼل شي. په ۱۹۹۵ کې، د چین حکومت وینډوز د خپل رسمي عملیاتي سیسټم په توګه وټاکه او له مایکروسافټ څخه یې وغوښتل چې د دې لپاره چینایي نسخه چمتو کړي.
د ۹۰ میلادي پېړۍ په منځ کې بیل ګیټس پړېکړه وکړه، چې مایکروسافټ انترنټ نړۍ ته دننه کړي. او MSN منځته راغی، دا یو انلاین سرویس و چې باید د امریکا له انلاین سرویس سره سیالي وکړي. وروسته د ان بي سي په مرسته د کابل خبري ایسګاMSNBC او انلاین ورځپانه Slate یې د مایکل کینسلي ادارې سره جوړ کړ.
د مایکروسافټ بل اقدام په ۱۹۹۶ کې و، وېب ټي وي چې د شبکه وصلولو امکان یې د ټلویزیون سره چمتو کوئ. مایکروسافټ د سوني او نینتیندو سره د رقابت لپاره په میلیاردو پانګه اچونه وکړه او د ایکس باکس تولید او خپرول د کمپیوټري لوبو دننه شو.
په ۲۰۱۴ کې، مایکروسافټ د اندرویدي مجموعه افیس، او وینډوز ایکسپی یې په ۲۰۰۱ کې چمتو کړ او همداسې د دریو کلونو په ترڅ کې یې د NET جوړولو لومړي کارونه او وینډوز سرور پایته ورساوه.