په داسي حال کي چي څو ورځي مخکي د نړۍ نوموتي لوبغاړی لیونل میسي د جنوبي آمریکا کنفدراسیون د اخلاقي کمېټې له لوري یوه لوبه او ۱۵۰۰ ډالره جریمه سو، خو اوس داسي راپورونه خپریږي، چي د آرجنټاین هیواد لوبډلمشر لیونل میسي ممکن شپږ میاشتي د لوبو له بندیز سره مخ سي.
د اسپوټینګ ورزشي سایټ د راپور له مخي ممکن راتلونکې اونۍ د نړۍ نوموتی لوبغاړی لیونل میسي شپږ میاشتي د لوبو څخه بند کړل سي.
په دې آساس به هغه د ۲۰۱۹م کال ټولي هیوادنۍ لوبي له لاسه ورکړي، خو د کلب (بارسلونا) له لوبو ندی محرومه.
آرجنټاین د روان ۲۰۱۹م کال په سپټمبر میاشت کي د چیلي او مکزیک سره، په اکتوبر میاشت کي د جرمني او باسک سره، خو په نومبر میاشت کي بیا د عربستان او برازیل په وړاندي لوبي لري.
د اسپوټینګ ورزشي سایټ د راپور په آساس د یاد بندیز له امله به میسي په یادو ټولو لوبو کي ونه لوبیږي.
پر لیونل میسي د بندیزونو دا راپورنه په داسي مهال خپریږي، چي هغه څه موده مخکي د جنوبي امریکا په سیالیو کي د جنوبي آمریکا کنفدراسیون په فساد تورن کړ.
هغه د چیلي په وړاندي تر لوبي کولو وروسته وویل، چي د جنوبي امریکا کنفدارسیون غواړي، چي برازیل هیواد لومړي مقام ته ورسوي او د یاد هیواد څخه ملاتړ کوي.