فوټبال: پر میسي په ملي لوبو کي ۳ میاشتنی بندیز ولګېد

سپینه تجريدي ډیزاین

د جنوبي آمریکا د فوټبال کنفدارسیون د اخلاقې کمېټې مسئولینو د نړۍ نوموتی لوبغاړی لیونل میسي په هیوادنیو لوبو کي ۳ میاشتي او ۵۰ زره امریکايي ډالره جریمه کړ.
په دې سره به د بارسلونا او آرجنټاین لوبډلي لوبډلمشر لیونل میسي د هیواد ملي لوبډلي(آرجنټاین) کي درې میاشتي په رسمي او دوستانه لوبو کي ونه لوبیږي.
پر لیونل میسي د بندیزونو دا راپورنه په داسي مهال خپریږي، چي هغه څه موده مخکي د جنوبي امریکا په سیالیو کي د جنوبي آمریکا کنفدراسیون په فساد تورن کړ.
هغه د چیلي په وړاندي په لوبه کي څو ځلي د لوبڅار سره لفظي شخړه وکړه او تر لوبي وروسته ئې خبریالانو ته وویل، چي د جنوبي امریکا کنفدارسیون غواړي، چي برازیل هیواد لومړي مقام ته ورسوي او یوازي د یاد هیواد څخه ملاتړ کوي.
ارجنټاین په راتلونکو ۳ میاشتو کي د چیلي، مکسیکو او جرمني سره لوبي لري، چي په هغه کي لیونل میسي د یاد بندیز له امله د لوبېدو چانس له لاسه ورکړ.
د لیونل میسي دا بندیر د روان ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتي په ۳یمه نېټه پاي ته رسیږي.
هغه به د نړیوال جام د غوراوي پړاو لوبو ته، چي په ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۳مه نېټه ترسره کیږي ولوبیږي.