لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ارجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلې او اسپانوي کلب بارسلونا تکړه او نامتو لوبغاړي لیونل میسي د خپلو نړیوالو ریکارډونو په دوام یو بل ریکارډ هم جوړ کړ، چې دا ریکارډ ۴۶ کاله د یو بل لوبغاړي سره و.
میسي د سې شنبې په ماخستن د لالیګا لیګ په سیالیو کې د ریال والاډولیډ په وړاندې ګولوهنه ترسره کړه، چې دا یې د بارسلونا په لباس کې ۶۴۴تمه ګولوهنه وه.
دې نامتو لوبغاړي د برازیلې پله ریکارډ مات کړ، چې د سانتوس لوبډلې لپاره یې د «۱۹۵۷ ـ ۱۹۷۴» کال پوري ۶۴۳ ګولونه لګولي وه او ۴۶ کاله یې دا ریکارډ له ځان سره ساتلی و.
برازیلي پله په ټولیزه توګه ۷۵۷ ګولونه ترسره کړې دي، چې ۶۴۳ یې د سانتوس لوبډلې لپاره، ۳۷ ګولونه یې د کاسموس لوبډلې لپاره او ۷۷ یې بیا د خپلې ملې لوبډلې ارجنټاین لپاره ترسره کړې دي.
میسي بیا په ټولیزه توګه ۷۱۳ ګولونه وهلي، چې ۶۴۴ یې د بارسلونا او ۷۱ یې بیا د ملي لوبډلې ارجنټاین لپاره ترسره کړې دي.
په دې سره اوس میسي د فوټبال په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی، چې د یوې لوبډلې لپاره زیاتې ګولوهنې ترسره کوي.
لیونل میسي په دې تړاو پر خپل انسټاګرام لیکلي:
«له کله چې مي فوټبال پیل کړی، هیڅ وخت مې په دې اړه فکر نه ده کړی، چې زه دي د نورو لوبغاړو ریکارډونه مات کړم، په خاص ډول د پله هغه ریکارډ، چې تر ننه د پله په نوم ثبت و. له خپلو ملګرو، دوستانو، د ټیم له ملګرو، مینوالو او ټولو هغو کسانو څخه مننه، چې زما سره یې هر وخت مرسته کړې او زما ملاتړ یې کړی.»
میسي د فوټبال په نړۍ کې یو داسي لوبغاړی دی، چې په لسګونه ریکارډونه یې په خپل نوم ثبت کړي دي، چې تر ټولو مشهوره یې شپږ د سرو زرو توپونه او شپږ بیا د سرو زرو بوټونه ترلاسه کول دي.