ژباړه: نسیمه محمدي
لرغوني مصریان یو له هغې ډلې خلک وو چې د تمدن او د ژوند د ځانکړې طریقې درلوونکي وو. هغوی نېږدې ۳۰۰۰ کاله وړاندې له میلاده د مصر په هېواد کې ژوند کاوه، او د دې سره د پرمختللي او په عېن حال کې د متفاوت ژوند درلودونکي وو.
د بېلګې په ډول هغوی ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاده د کیمیاوي موادو چې د مومیایي لپاره ترې ګټه اخیستل کېده، درلودونکي وو. همدارنګه له ډول، ډول عطرونو یې ګټه اخیسته او خپل مد او پاکوالي ته یې ډېره پاملرنه کوله.
سر بېره پر دې بیا هم ځینې رازونه د دې لرغوني خلکو په اړه شته چې کېدای شي تاسې یې په اړه معلومات ونلرئ. د نورو معلوماتو لپاره د مطلب ولولئ:
لومړی راز؛ هغوی به یواځې سبا ناری کوو
په زړه پورې ده پوه شئ چئ لرغوني مصریان د سبا ناري خوړلو لپاره یوه مېز او د یو بل تر څنګ نه کېناستل. بلکه سر پرست یا د کورنۍ مشر لومړی د سهار ناشتا یواځې خوړله او نورو وختونو ( غرمه او ماښام) لپاره د یو بل تر څنګ راټولېدل.
دوهم راز؛ مومیایي شوي جسدونه به په لویو مېلمستاوو کې د نورو په وړاندې ښکارېدل
څنګه چې مو په لومړیو کې وویل، لرغونو مصریانو د یو ډول کېمیاوي مادې چې د مړو د مومیایي کولو لپاره ترې کار اخیستل کېده وړتیا درلوده او له همدې کبله هغوی به لوی خلک د مرګ وروسته مومیایي کول.
خو ستاسې په نظر هغوی ولې مومیایي جسدونه په لویو مېلمستاوو او جشنونو کې نندارې ته وړاندې کول؟! په زړه پورې ده پوه شئ هغوی مومیایي جسدونه مېلمنو ته ښکارول تر څو پوه شي چې وروسته له مرګ به په یو بې روحه جسدونو بدل شي.
دریم راز؛ د ځانګړو پڼو کارول
مصریانو، په عمومي توګه له پڼو ګټه نه اخیسته او په لوړ ګمان په لارو او کوڅو کې به پښې یبله ګرځېدل. خو د هغوی مشر( فرعون) د سرو زرو له جنس پڼو ګټه اخیستله حتی یو کس به یې د فرعون پڼو د پښو کولو لپاره ټاکل.
د دې ډول پڼو جوړولو به ډېر وخت نیوه. همدارنګه هغه کسان چې به د دې ډول پڼو خاوندان وو، له مړینې وروسته به یې د هغوی د قبرونو تر څنګ ایښودل تر څو ابدي ځای ته په تلو پښې یبله نه وي.
څلورم راز؛ د کورنیو حېواناتو سره ډېره مینه درلودل
لرغونی مصر، د لومړنیو هېوادونو له ډلې څخه وو چې وګړو یې د کورنیو حېواناتو سره لېوالتیا وښوده. هغوی زیاتره پیشوګان، شاهین، ګرمسیر لک لک، بیزوګان او سپي ساتل او مینه یې ورسره درلوده، حتی د سپیانو څخه به یې د مرستې اخیستنې لکه دامداري او بزګري برخه کې کار اخیسته.
نو دې پایلې ته رسېږو چې انسانان له هماغه لومړیو تر اوسه اهلي حېواناتو ته لېواله وو او نسبت هغوی ته یې یو ډول ځانګړی درناوی درلود. حتی دا لېوالتیا تر دې حده وه چې ځینو به د په مرګ وصیت کاوه که یې حېوانات مړه شول، په مومیایي ډول یې باید د دوی تر څنګ ښخ کړي.
پنځم راز؛ پر سر د مخروط ډوله قیف ایښودل
لرغونو مصریانو له عطرو او خوشبویۍ سره ډېره مینه درلوده او له همدې امله یو ډول مخروط چې داخل به یې له موم او د دارچین له غوړیو څخه ډک وو، پر سرونو ایښودل تر څو تل یې ښه بوی احساس کړي.
شپږم راز؛ د ماشومانو د وېښتو ځانګړې بڼه
لرغونو مصریانو، په تېره بیا د اشرافو او بډایه کورنیو خپل وېښته په تېغ تراشل او د څڼو لرونکو خولیو څخه چې ځانګړی فرم به یې درلود پر سرونو ایښودل. تر اوسه یې اصلي علت معلوم نه دی او په دې باور وو، چې هغو په سرونو کې د سپږو نه پیدا کېدو لپاره دا کار کاوه.
سرچینه:نمناک