د کابل نننی سهار هم خونړی و؛ خو نن یې لمنه د یوې مینه خورونکې پښتنې په وینو سره شوه.
مینه منګل یادوو؛ هغه نن د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په سید نور محمد شاه مېنه( کارته نو) کې وژل شوې.
پولیس څه وایي؟
د کابل پولیس وايي، د مېنې منګل په وژلو کې د ولسي جرګې یوکارکونکی او د هغې پخوانی میړه تورن دی. پولیس ګومان کوي چې مینه به یې پخواني خاوند وژلي وي. د کابل د امنیې قومندان سید محمد روشندل رسنیو ته ویلي، د مینې او ددې د پخواني خاوند چې اوس سره بېل شوې و، ترمنځ جنجالونه وو او پخواني خاوند یې هغه تهدید کړې وه.
روشندل وايي د مینې پلار هم په مستقیمه توګه ددې میرمنې پر پخواني خاوند د قتل ادعا کړې او پولیس په لټه بوخت دي.
د مینې پلار وايي چې لور یې ددې د پخواني خاوند له خوا په مرګ تهدید شوې وه.
پولیس وايي، تورن تښتیدلی او پولیس یې لټون کوي.
غبرګونونه څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو نیږدې ټولو پښتنو کاروونکو نن پر مینه منګل ویر کړی.
یوه برخه خلکو پر پولیسو توندې نیوکې کړي او ویلي، چې دوی د جنایي پېښو په مخنیوي او په خاص ډول د مطرحو او مشهورو څېرو په خوندیتوب کې پاتې راغلي.
ځینو پاکستان ته ګوته نیولې، چې په وینا یې دا پېښه به یې په اشاره شوې وي.
دوی د خپل دغه نظر دلیل له پاکستان او وسله والو طالبانو سره د مینه منګل توند مخالفت ګڼي.
مینه منګل چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله وه پر طالبانو او پاکستان په اړه یې توندې لیکنې کولې.
په ټوله کې غبرګونونه له مینه منګل سره پر خواخوږۍ، د هغې د کارونو په ستایلو او هم یې د عاملینو د نیونې پر ټینګار را څرخي.
له خبریالۍ ور اخوا مینه منګل
مینه منګل له خبریالۍ ور اخوا لیکواله او د روانو چارو څارونکې وه.
هغې وخت په وخت پرخپلې فیسبوک پاڼې تاوده خبرونه خپرول او هم یې د روانو چارو په اړه یو شمېر مشهورو وېب پاڼو ته لیکنې کولې.
د مینه منګل په لیکنو کې د افغان امنیتي ځواکونو او نظام ملاتړ او له پاکستان سره مخالفت له ورایه معلومیده.
هغې پر ملت پالنې ټینګار کاوه او د سولې د ملاتړ ترڅنګ یې د افغانانو په مالکیت پر اړوندو هڅو تمرکز غوښته.
مینه منګل څوک وه؟
مینه منګل مشهوره افغانه ژورنالیسته، لیکواله، شاعره، خبریاله او ټولنیزه فعاله وه.
هغه له ډېرې مودې په کابل کې اوسیده او دلته یې له ګڼو رسنیو او نورو ادارو سره کار کړی و.
وخت خبري اژانس، سپوږمۍ راډیو، شمشاد ټلویزون، سبا ټلویزون، لمر ټلویزون او ګڼې نورې رسنۍ هغه ادارې وې، چې مینه منګل پکې د خپرونو د چلوونکې، ویاندې او نورو برخو د همکارې په توګه دندې ترسره کړې وې.
د مینې منګل ماما زمري رسنیو ته ویلي، هغې دوه کاله مخکې واده وکړ، خو زیاتوي چې خورزه یې په دې واده کې خوشاله نه وه او بالاخره له خپل خاوند بېله شوه.
هغه دمګړۍ د افغانستان د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمیسون سلاکاره وه.
نوموړې څو ورځې وړاندې پر خپل فیسبوک لیکلي و چې د مرګ له ګواښونو سره مخ ده. خو زیاته کړې یې وه چې پر خپلو امنیتي ځواکونو باور لري چې ددې خوندیتوب به یقیني کړې. خو داسې ښکاري چې افغان امنیتې ځواکونه د کابل ښار په منځ کې د دوی د یوې ملاتړې او یوې مینې په خوندیتوب کې ناکام شول.