سړي غواړي له خپلو میرمنو دا 20 خبرې واوري

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نوراحمد فضلي
داسي جملې سته چي په ګډ ژوند کښې باید خپل خاوند ته ووایاست. په ننني مطلب کي تاسو ته وایو چي خاوند ته داسي کوم څه ووایاست چي هغه خوشحاله کړئ.
۱.خاوند ته کوم څه ووایاست؟
تر واده وروسته هومره خپل خاوند ته د نزدې واله او صمیمت احساس کوئ چي فکر کوئ کولای سئ هرڅه د هغه سره شریک کړئ. مګر هو، د بلي هري اړیکي په شان، ستاسي خبري هم ددې توان لري چي ستاسي واده ته زیان ورسوي. له خبرو کولو وړاندي فکر وکړئ چي بیا ونه سي وروسته بخښنه وغواړئ. په دې مطلب کي تاسو ته وایو چي خپلو خاوندانو داسي کوم څیزونه ووایاست چي خوشحال او راضي یې کړئ او هغوی ته له کومو څیزونو ويلو ډډه وکړئ.
کله چي خپلو خاوندانو ته هیله بخښوونکي خبري کوئ دا کولای سي چي هغوی ستاسو سره له ګډه ژونده راضی او خوشحاله کړي او که هغوی ته خپه کوونکي، نهیلي کوونکي او تُندي خبري کوئ دا کولای سي هغوی ستاسو او ستاسو د ژوند په اړه ناهیلی او خسته کړي. ستاسو تر خولو چي کومي خبري راوزي ددې توانايي لري چي ستاسي خاوند ستاسي سره وخت تېرولو ته علاقمند کړي. نو د زړه له تله هغه هیله من کړئ او په یاد مو وي چي څرګند اوسئ او خپله هم کومي خبري چي له خولو راباسئ – پر هغو باور ولرئ.
۲. زه ستا د کارونو په قدر پوهېږم او ستایم دي
ډېری واده سوي نارینه خوښوي چي د مېرمنو له خولو د ځانو په اړه تحسینوونکي او تشویقوونکي خبري واوري. دا مه هېروئ چي خپلو خاوندانو ته تر ټولو په زړه پوري خبره: زه ستا منندوۍ یمه او ستا د هڅو او تلاښونو قدر کوم، همېشه کوئ. ستاسي په دې کار سره د هغه په خپل نفس باور زیاتوئ او ددې سبب کېږي چي هغه تاسي ډېر وغواړي او دا ستاسي د اړیکي د ټینګښت او پایښت له پاره عالی دي.
۳. مننه چي د کور په کارونو کي راسره مرسته کوې
که ستا مېړه د کور په کارونو کي ستا سره مرسته کوي په رښتيا چي د قدر وړ دی. ډېری نارینه د لټۍ یا غرور له وجي نه دي چي د کور په کارونو کي هیڅ رول نه لري بلکي ویني چي تاسي په کور کي خپل خاص اسلوب لرئ او له دې وېريږي چي ونه سي ستاسي دغه جاري کار او طریقه سره ګډوډه کړي. مګر که ستاسو سره کومک کوي هغه ته تُندي خبري مه کوئ او پرېږدئ پوه سي چي منندوی یې یاست. شاید ستاسو په رقم د کور کارونه ونه سي کړای مګر خو لږترلږه تلاش یې کړی دی.
۴. زه همېشه تاته وفاداره یمه
په ژوند کي د ډیرو نورو څیزونو په رقم عشق هم کېدلای سي بې دوامه اوسي. د وفادارۍ او ژمنتیا څرګندونه ښکاره کوي چي ستاسي عشق ثابت دی او یو ساده احساس نه دی. کله چي خپله وفاداري او ژمنتیا ښياست او پر ژبه ئې راوړئ، خاوند مو د خوندیتوب او د زړه پياوړتیا احساس کوي او ستاسي په وړاندې هم ژمنتیا او وفاداري ټینګېږي او ددې هرڅه په نتیجه کي به ستاسي ګډ ژوند یو نصب العین هغه وي.
۵. راځه چي یو د بل له پاره ډېر وخت ورکړو
دا یو له هغو استثنايي کارونو څخه دئ چي تاسې د خپل خاوند له پاره کولای سئ ترسره کړئ څو هغه د فوق العاده اوسېدو احساس وکړي. ستاسي دواړو بوختیاوو ته په کتلو سره، تاسي د یو و بل سره اوسېدو له پاره احتمالاً کافی وخت نه لرئ. مېړه ته ددې وړاندیز کول ستاسي خاوند ته د ځانګړي اوسېدو احساس ورکوي او دا ددې سبب کېږي څو هغه درک کړي چي ستاسي په څېر کولای سي ستاسي ګډ ژوند ته د پايښت ورکولو په منظور تلاښ وکړي. تاسي اړتیا لرئ چي یو د بل سره ښه وختونه تېر کړئ او خپله اړیکه پیاوړې او تغذیه کړئ. که خپل مېړه ته وښیاست چي خوښېږي مو د ډېر وخت له پاره یو د بل سره واوسئ- هغه ته ئې ثابتوئ چي ورسره صمیمیت لرئ او زړه مو پسې خپه سوی دئ، او هغه به هم ستاسي په وړاندي ورته احساس پيداکړي. هغه وختونه چي د یو و بل سره یې تېروئ له تفرېح، ساتېري ډک او عاشقانه وي باید او خپله ځان مکلف کړئ چي د هري اوونۍ دغه وخت به یو د بل سره تېروئ.
۶. مینه درسره لرم
لنډه، آسانه او خوږه! دا یو بل ښایسته ترین او ساده ترین کار دی چي کولای سئ د خپل خاوند له پاره یې ترسره کړئ. ډېری جوړې سته چي یو د بل سره مينه لري پرته له دې چي په رښتيا سره هغه څرګنده او ښکاره کړي. کله چي خپل خاوند ته وایاست چي مينه ورسره لرئ، هغه ته ښياست چي عمیقاً یې خیال ساتئ، پام پر کوئ او تاسي ته قدر لري. دا یو په زړه پوري احساس دی چي د هغه به خامخا خوښ سي. اړینه نه ده چي اوږدې جملې د خپلو احساساتو د اظهار له پاره وکاروئ څو هغه د خاص والي احساس وکړي؛ ساده او آسانه جمله” مینه درسره لرم “، د هغه پر شونډانو موسکا خوروي او زړه یې تود ساتي چي ټوله ورځ به د همدې احساس سره تېره کړي.
۷. ته یو فوق العاده پلار یې
ستاسي مېړه ممکن د خپل پلارتوب له مهارتونه مطمئن نه وي. ددې له پاره چي تشویق کړی مو وي څو نور هم پر سمه لار ولاړ سي، پرېږدئ چي پوه سي چي غوره او فوق العاده پلار دی – څو په نفس باور ئې پياوړی سي او په پایله کي ستاسي د اولادونو له پاره غوره او فوق العاده پلار اوسېږي. که ستاسي مېړه زیات عزت نفس ولري لا ښه کولای سي چي د خپلو اولادونو او کورنۍ له پاره تصمیم ونیسي. د ټولو خوښېږي چي ښه مور او پلار جوړ سي او دا مهمه ده چي خپل مېړه ته ووایاست چي هغه ډېر ښه دئ. هغه ډاډه کړئ چي د مرستي او ملاتړ له پاره یې په خاصو شرایطو کي په څنګ کي یاست.
۸. ته د کور مدیریت ډېر ښه پر مخ بیایې
کله چي د کورنۍ د مشرتوب او رهبریت خبره راپورته کېږي نارینه د خپلو ځانو له پاره معیارونه لري او د دوی له پاره ډېر اهمیت لري چي تاسې هڅي او کوښښونه ووینئ. نو تاسي هم باید هغه ته ښکاره کړئ چي له زحماتو او تلاښونو ئې منندوی یاست او د مدیریت او رهبریت طریقه مو یې خوښېږي. هغه ته د زړه ډاډ او توان ورکړئ چي د کورنۍ له پاره یې د لوی او کوچني تلاښ په ارزښت پوهېږئ او منندوی یې یاست.
۹. زه ستا سره هوسا او خوښه يمه
موږ ډېری داسي احساسوو چي خاوند مو د الله ج له لوري راکړل سوی نعمت دی؛ کولای سو آسانه خپل اصلي څېره ښکاره کړو او هغه هم زموږ سره کومک کوي څو وده وکړو او یو ښه انسان سوو. هغه زموږ تېروتني رابخښي او درک کوي مو. تاسي باید پرېږدئ چي خاوند مو پوه سي چي په څنګ کښې څومره بشپړ سوي یاست او د رضایت او خوښۍ احساس لرئ.
۱۰. ته همېشه ما خندولای سې او داسي کار کوې چي زه خوشحاله اوسم
پرېږدئ چي مېړه مو په دې هم پوه سي چي پوهېږي څرنګه ستاسي پر شونډانو خندا او موسکا خوره کړي. هغه ته وښياست چي له ځان سره کور ته مثبته انرژي راوړي او تاسې په همدې خوښوئ او مینه ورسره لرئ. شاید ستاسي خاوند په دنیا کي یوازینی مینه ناک او خندوونکی کس نه وي چي تاسي وخندوي مګر هغه ته ووایاست چي ټوکي او مزاح مو یې خوښېږي. دغه ډول ستایني هغه ته ښه احساس ورکوي او ډاډه کوي یې چي ستاسي په خوشحاله کولو کښې هڅي او کوښښونه بې ګټي نه دي.
۱۱. زه په تا وياړم
که ستاسي خاوند د ویاړ او افتخار لایق دی نو له دې اړخه ئې فکر او خیال راحت او هوسا کړئ! په دې کار سره هغه احساسوي چي د نړۍ بهترین نارینه دی دی. که په خپل خاوند وویاړئ او هر وخت چې اړتیا درلوده څو ملاتړې یې اوسئ، د خپل ګډ ژوند سره مو کومک کړی دی. موږ په یوه داسي نړۍ کي اوسېږو چي همېشه له ماتې او نیمګړتیاوو سره مخامخ کېږو نو ستاسي نارینه باید پوه سي چي د پورته کولو له پاره یې همېشه حاضره یاست. که وښياست چي د غرور مایه یې ياست هغه به هم له ډېر څخه ډېر کار وکړي څو خپلو هیلو او اُمیدونو ته ورسېږئ او یوه خوشحاله کورنۍ ولرئ.
۱۲. خوشحاله یمه چي ستا سره مي واده وکړ
پرېږدئ چي خاوند مو پوه سي چي که ماضی ته ولاړ سي، بیا به هم هغه خپل خاوند غوره کوئ. دا ډېره مهمه ده چي ستاسي تر جر و بحثونو وروسته یا په ژوند کي تر یوې سختي تجربې تېرولو وروسته دا رښتیا پر ژبه راوړئ څو پوه سي چي ناهیلي نه یاست. هغه له خپلي میني او له خپل عشقه ډاډه کړئ او پوه سئ چي که په رښتیا سره غواړئ د خپل مېړه له پاره ښه او پر ځای حرکت وکړئ، همدا د عشق او میني څرګندونه ده. د میني او علاقې ښکاره کولو رومانټیکو لارو په پیداکولو کي، له نوښت او ابتکاره کار واخلئ!
۱۳. وضعه دي څنګه ده؟ ورځ دي څنګه وه؟
تاسي ته به احمقانه مالومېږي مګر ښه ده چي پوه سئ دا چي موږ ټول اړ یو څو د زړه خبري مو پر ژبه راوړو. د خپل مېړه له پاره وخت ورکړئ او له هغه وپوښتئ چي حال او ورځ ئې څنګه ده. امکان لري چي د توقع خلاف ځواب ترلاسه کړئ. شاید هغه د کوم څه په اړه زړه نا زړه وي او داسي احساسوي چي مطرح کول یې ستونزمن دي. یا هم شاید هغه ډېر ښه او واضح اوسېږي. تاسي به کله هم پوه نه سئ خو پوښتنه باید وکړئ. دا آسانه او ساده پوښتنه کول ستاسي خاوند ته ښيي چي تاسي د هغه په اړه اندېښمنه یاست او هغه ته متوجه یاست او د هرڅه په اړه چي وغواړي کولای سي ستاسي سره ئې په اړه خبري وکړي.

۱۴. ته زما ډېر ښه ملګری او دوست یې
ډېری فکر کوي چي له څو کلونو ګډ ژوند تېرولو وروسته عشق او عاشقي کډه کوي، خو داسي نه ده. ددې ويل چي:” ته زما بهترین ملګری او دوست یې “ مېړه ته بهترینه تحفه او هدیه ده. ستاسي خاوند یوازینی څوک دئ چي همېشه ستاسي ترڅنګ دی او په ستونزو او ربړو کي همېشه ستاسي څخه په ښه ډول ملاتړ او حمایت کوي، تاسي هم خپل ټول افکار او نظریات له هغه سره شریکوئ نو ولي هغه ته ونه وایاست چي ستاسي بهترین ملګری او دوست دئ؟ ددې جملې په ویلو سره هغه د ژوند په ښه ترین ځای کي دروئ او هغه ته دا ډاډ ورکوئ چي همېشه پرته له هر ډول خنډ او مانع څخه، خپلي خبري د هغه سره شریکوئ.
۱۵. یوځای یې حلوو
که ستاسي خاوند تاسي ته د سردرد رامنځ ته کولو سبب وګرځېدی ددې پرځای چي پر هغه په چیغو وهلو او توهینولو تلاښ کوئ چي ستونزه حل کړئ یوه اوږده ساه واخلئ، آرام اوسئ او خپل خاوند ته ووایاست چي د یو و بل په مرسته به موضوع حل کړئ او په آرامۍ سره یې تېروتنه ور په ګوته کړئ. ډاډه اوسئ چي په کرارۍ او همدلۍ سره نسبت هغه ته چي په درد او جنګ رسېږئ، ډېر په آسانۍ او بهترۍ سره حللاري ته رسېږئ.
۱۶. توپېرونه موږ یو او بل ته لا نزدې کوي
ډېری وختونه نارینه فکر کوي چي نه باید چاته ووایي چي مرستي ته اړتیا لري. مګر تاسي د مېرمن په حیث باید وپوهېږئ چي کوم وخت مرستي ته اړتیا لري. ستاسي دا کار هغه ته ښيي چي پام یې ساتئ او پوهېږئ چي د بل هر انسان په شان ممکنه ده مرستي ته اړتیا ولري. څوک وايي چي نارینه کومک ته اړتیا نه لري؟ دوی یوازي نه پوهېږي چي څرنګه مرسته وغواړي!
۱۷. پوهېږمه چي ته ښه ترین تصمیم نیسې
ژوند له ډېرو داسي موقعیتونو ډک دی چي په اړه ئې سخت تصمیمونه په کار دي. په داسي حالاتو او شرایطو کي باید خپل مېړه ته اطمینان ورکړئ چي پر هغه باور لرئ او تصمیمونه یې تاسي ته د قبولو وړ دي.
۱۸. خوښه دي نه ده چي په اړه یې وروسته خبري وکړو؟
حتمن پوهېږئ چي نارینه د ښځو په پرتله په سختۍ سره اړیکي ټینګوي او دا چي تاسي چمتو یاست اوږده مذاکره ولرئ – ددې دلیل نه سي کېدلای چي ستاسي خاوند هم چمتو دی. هغه ته دا انتخاب ورکړئ چي که اوس چمتووالی نه لري وروسته بې په اړه خبري وکړئ. په دې کار سره د هغه سره ستر کومک کوئ.
۱۹. غواړئ یوازي اوسئ ؟
ستاسي دا وړاندیز هم ستاسي مېړه ته سکون او آرامښت ورکوي او هغه ته دا فُرصت چمتو کوي چي تر هر بحث او تصمیم وړاندي، ښه فکر وکړي. په دې خبري سره هغه پوهوئ چي درک کوی ئې او یوازي درته خپل احساسات مهم نه دي.
۲۰. خپله اصلي څېره اوسئ
موږ ټول په مقابل طرف کي ځیني عادتونه یا خاصیتونه نه خوښوو او له هغه غواړو چي بد ئې اړخ ته کړي، مثلاً سګرېټ څکول، وعده خلافی او… خو دا عاقلانه نه ده چي له هغه وغواړو څو خپله ئې تغییر کړي. هرڅوک په فرد پوري تړلی شخصیت لري چي هغه له ټولي نړۍ متمایز یا جلا کوي. ستاسي خاوند هم له دې قاعدې مستثی نه دئ او حتمن داسي ډېر خواص، عادات او ډېري ځانګړني لري چي ستاسي خوښېږي. هغه ته ووایاست چي کوم خصوصیات مو یې خوښېږي او کولای سي چي همېشه یې ولري.