راپور: بشر درویش
د افغانستان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د معلولیت ملي ستراتېژۍ پر مسودې بحث او خبرې شوي.
ارګ ویلي چې دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني هم ګډون درلود.
د ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود.
دې ناسته کې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ دېته په پام چې معلولیت لرونکو کسانو ته رسېدګي یو اجتماعي او اخلاقي مسوولیت دی، په بېلابېلو برخو کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره د واضح چوکاټ برابرول باید پام کې ونیول شي، ترڅو د معلولیت لرونکو وګړو غوښتنو ته پکې اساسي پاملرنه وشي.
ارګ وايي، ښاغلي غني د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته وویل:
«تاسې باید تر راتلونکی یوې میاشتې پورې پالیسي، ستراتېژي او د عمل پلان ترتیب او د چارو ادارې سره شریک کړئ.»
د شهیدانو او معلولینو وزارت سلاکار حبیب خان وویل چې د معلولیت ملي ستراتېژۍ جوړولو موخه معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره ژوندبرابرول او دوی ته د لازیاتو امکاناتو او فرصتونو ایجادول دي.
هغه زیاته کړه:
«دغه ستراتېژي د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د راتلونکو لسو کلونو په خاطر په پام کې نیول شوې او په هرو درې کلونو کې د معلولیت لرونکو افرادو اړتیاوو او غوښتنو ته په پام ارزول کېږي.»
دا پ داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت د شهداوو او معلولینو په چارو کې ځانګړی وزارت ایجاد کړی. تر ډیره د شهیدو کورنیو سرپرستان او معلولین شکایت کوي چې په وخت ورته رسیده ګي نه کیږي، حقوق یې خوړل کیږي او لازمه پاملرنه ورته نشته. وبه لیدل شي چې نوي ستراتیژي یې څومره دا ستونزې کمولی شي.