د میلانیا فیشن د ټرمپ بل جنجال؛ دا ځل یي افریقا کې استعماري خولۍ خلک پارولي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د نورو جنجالونو ترڅنګ ښایسته او موډله مېرمنه هم یو سرخوږی او جنجال دی.
ملانیا، مخکې هم ډېرځله ټرمپ ته د عجیب و غریبو لباسونو په اغوستو ګڼ جنجالونه جوړ کړي وو، دا ځل يې بیا په همداسې یوه جنجال اړولی.
پارونکې خولۍ
ملانیا ټرمپ، کینیا ته د سفر پرمهال دا ځل خلک پارولي.
هغې په دغه سفرکې، یو ډول ځانګړې خولۍ په سرکړې، چې د خلکو نه ده خوښه شوې.

د ملانیا دا خولۍ د ۱۹ پېړۍ د سپین پوستو اړوند کیږي. یاده خولۍ په افریقا کې.د استعمار سمبول ګڼل کیږي.
د ملانیا خولۍ د همدغه استعماري خاصیت له مخې د ټرمپ مخالفین د دوی پرضد پارولي.
منتقدین وایي، ملانیا دغه افریقایي هېواد ته د سفر موخه د ماشومانو له زده کړې او روغتیا سره مرسته او انساني خواخوږي ګڼلې، خو د امریکا د لومړۍ مېرمنې په توګه یې استعماري خولۍ په سرکړې.

د ملانیا په اړه
ولسمشر ټرمپ که د خپلو توندو او غوڅو خبرو له کبله ډېرمنتقدین لري، خو مېرمنه یې ملانیا بیا د لباسونو د ترکېب له کبله ډېره نقد کیږي.
ملانیا ، چې پخوانی نوم یې مانکن دی او اصلاً د سلوانیا اوسیدونکې ده، په ۲۰۰۵ کې یې له ټرمپ سره واده وکړ.
د هغې پخوانی هېواد اسلونیا د یوګسلاویا کمونیستي هېواد یوه برخه وه.
استثنایي لومړۍ مېرمنه
ملانیا د امریکایي ولسمشرانو د مېرمنو په تاریخ کې یوازینۍ هغه ده، چې په یوه کمونیستي ماحول کې لویه شوې، خو ورسره شناخته خلک وایي، چې له پخوا نه شیک پوشه او په لباس اغوستو کې ځانګړې وه.
په ۱۹۷۰ کې زیږیدلې ملانیا پخوا د کورونو د ډیکوریشن په برخه کې کار او د دې برخې له اعلاناتو سره مرسته کوله .

د لوڅو عکسونو کیسه
هغه د امریکا په تاریخ کې یوازینۍ لومړۍ مېرمنه ده، چې بربنډ عکس یې په مطبوعاتو کې خپورشوی.
د برتانیې یوې ورځپاڼې د ملانیا د لوڅو عکسونو له خپرولو سره ادعا کړې وه، چې هغې ټرمپ سره تر واده مخکې جنسي خدمتونه کول، خو ملانیا یې د تور ردولو ترڅنګ ۱۵۰ میلونه ډالره تاوان وغوښت.
ملانیا په ۲۰۱۶ کې ولسمشرۍ ته د ټرمپ تر نوماندۍ وروسته په دې تورنه شوه، چې د خبرو مېړنۍ نه ده او د وینا پروخت د مخکیني ولسمشر اوباما د مېرمنې میشل تقلید کوي.

ملانیا که په ویناوالۍ کې تقلید کوي، خو په لباس اغوستو کې ځانګړې او په نړیواله کچه د پام وړ ده.