د مزاري شیریخ د چمتو کولو طریقه؛ دلته مو پرې پوهوو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: نسیمه محمدي

هر هېواد خپل ځانګړي خواړه او خوراکونه لري او په هغو سره پېژندل کېږي، په افغانستان کې هم، پلو، قابلي، بولاني، منتو او… مشهور خواړه شته، چې ډېر مینه‌وال لري، خو باید پوه شئ، چې یو ډول خوندور خواړه هم شته، افغاني شیریخ چې په ټول هېواد کې موندل کېږي او د هرات او مزار شریف شیریخ ډېر مشهور دي، چې هر یو په ځانګړي ډول چمتو کېږي.

اړین توکي

غوړې شیدې- یو لیټر
بوره- ۱۰۰ګرامه
خام پېروی- یوه پیاله
پسته- د ډېزاین لپاره

چمتو کولو طریقه

لومړی یو لیټر شیدې په ملایم اور جوش او ۱۰۰ ګرامه بوره اضافه کوو.
یاران uncategorized 799 د مزاري شیریخ د چمتو کولو طریقه؛ دلته مو پرې پوهوو
ورو ورو شیدې ښوروو او د یوې پیالې پېروي له زیاتولو وروسته، پنځلس دقیقې یې نور هم ایشوو او وروسته یې په یو بل لوښي کې تل او پرېږدو چې شیدې سړې شي.
یاران uncategorized 800 د مزاري شیریخ د چمتو کولو طریقه؛ دلته مو پرې پوهوو
کله چې شیدې سړې شوې، شیدې په زېپ لرونکي پلاستیکي کڅوړو کې اضافه او د څلورو ساعتونو لپاره یې په فریزر کې ږدو.
یاران uncategorized 801 د مزاري شیریخ د چمتو کولو طریقه؛ دلته مو پرې پوهوو
له یوې شپې وروسته یې بیا په لوښي کې باسو او ښه یې سره ګډوو.
یاران uncategorized 802 د مزاري شیریخ د چمتو کولو طریقه؛ دلته مو پرې پوهوو
دا ځل بیا هم شیریخ د یوې شپې لپاره په فریزر کې ږدو.
یاران uncategorized 803 د مزاري شیریخ د چمتو کولو طریقه؛ دلته مو پرې پوهوو
په بله مرحله کې شیریخ آماده دی او کولای شئ د پستې او کورني پېروي سره یې ډیزاین کړئ.
یاران uncategorized 804 د مزاري شیریخ د چمتو کولو طریقه؛ دلته مو پرې پوهوو
سرچینه: fa2 ifilmtv.com