چټک توپوهونکی «مکسویل» بیا کرکټ ته راستون شو!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان خلاف سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه، چې پکې تکړه او نامتو لوبغاړی مکسویل هم شتون لري.
د اسټرالیا لوبډله په دې ډول ده:
شین ابوټ، اشټن اګر، الکس کېري، پات کومینز، ایرون پینچ، جوش هزلوډ، ترویس هیډ، عثمان خواجه، مارلوس لبیسچینج، نتن لاین، میچل مارش، کلین مکسویل، بین مک ډیرموټ، ریلي میردیت، میچل نیصیر، جوش پیلیپ، دانیل سامز، ډي ارسي شارټ، کین ریچارډسن، سټیون سمیت، میچل سټارک، مارکوس سټونس، انډري ټای، متیو وېډ، ډيویډ وارنر او ادم زیمپا.
په دې ۲۶ کسیزه لوبډله کې کلین مکسویل هم لیدل کیږي او له لوبډلې څخه تر لرې والي وروسته بیا راستنیږي.
راپورنه وايي، چې مکسیول د تېر ۲۰۱۹م په نومبر میاشت کې د روانې ستونزو له کبله له خپل بورډ څخه د رخصتیو غوښتنه کړې وه، چې بورډ یې هم ورسره منلې وه.

اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې روانه جولای میاشت د یو ورځنیو او شل اوریزه سیالیو لړۍ درلودې، خو د کورونا ویروس له امله لا هم د ځنډ سره مخ دي.
ددې دوو هیوادونو د کرکټ بورډونه هڅه کوي، راتلونکې سپټمبر میاشت کې دا لړۍ ترسره کړي، چې سر له اوسه لا اسټرالیا ورته لوبډله اعلان کړه.
انګلستان کرکټ ملې لوبډله بیا اوس د ویسټ انډیز سره په خپل کوربتوب د دریو ټیسټ سیالیو په لړۍ بوخته ده او له هغه وروسته بیا د پاکستان سره د ټیسټ سیالیو ترڅنګ شل اوریزه سیالۍ هم لري.