د ماسکو غونډه؛ موخه، مهم ټکي او غبرګونونه څه وو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د روسیې پلازمېنه ماسکو پرون د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په پلمه د یوې غونډې کوربنه وه.
په دغه غونډه کې د افغان حکومت یو شمېر سیاسي مخالفینو، طالب استازو او روسي چارواکو برخه لرله.
مهم ګډونوال

یادې غونډې ته له افغانستان څخه مخکینی ولسمشر حامد کرزی، د طالبانو د تحریک مرستیال او سیاسي مشر ملاعبدالغني برادر، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر حنیف اتمر، د اتمر مرستیال محمد محقق، د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور، د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخېلوال او یو شمېر نور افغان سیاستوال بلل شوي وو.
د افغانستان د حکومت په استازیتوب په روسیه کې د افغانستان سفیر ډاکټر لطیف بهاند هم د دغې غونډې ګډونوال و.
د دوی ترڅنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د غونډې کوربه او مهم ګډونوال و.
روسانو څه ویل؟
سرګي لاروف د غونډې په پرانیستې وینا کې خوښي وښوده، چې له افغانستان سره د دوستۍ سلمه کلیزه د افغان سیاستوالو او طالب استازو په مشترک ګډون سره نمانځي.
روسي وزیر وویل:

«افغانستان سره مو دوستي تاریخي ده او ډاډ ورکوو، چې د دغه هېواد په با ثباته کیدو کې به مرسته وکړو.»

هغه دا هم وویل، چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او یوازینۍ لاره دیپلوماسي او سیاست ده، چې تمرکز باید پرې وشي.
روسیې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل اړین وګڼل او ویې ویل ټولې افغانې ډلې او قومونه باید د سوله ییز ژوند لپاره پر سیاسي حل لارو فکر وکړي.
د کرزي د وینا مهم ټکي

مخکیني ولسمشر حامد کرزي پخپلو خبرو کې د روسیې او افغانستان د اړیکو تاریخي بهیر ته کتنه وکړه او ویې ویل دوی لومړني هېوادونه وو، چې د یو بل خپلواکي یې په رسمت پېژندلې ده.
حامد کرزي ټینګار درلود، چې د افغان ثبات په ټینګښت کې له امریکا متحده ایالاتو سره د روسیې همکاري اړینه ده.
د ده په خبره لازمه ده، چې د امریکا ترڅنګ په دې هڅو کې روسیه، چین او المان په لومړۍ کرښه کې فعال حضور ولري.
د کریم خلیلي خبرې
د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي وویل:

«دا ناسته مهمه او د ښو پایلو لرونکې ده. موږ هیله من یوو، چې د ورپسې ګام لپاره د دوحې ناسته ترسره او پکې دواړه لوري د عزتمندې سولې د لاسته راوړلو لپاره پر نورو غونډو سلا شي.»

برادر څه وویل؟
د طالب پلاوي مشر ملاغني برادر وویل، چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي.
هغه دا هم وویل، چې د ده په وینا افغانستان باید له اشغاله خلاص شي.
د برادر په خبره که بهرني ځواکونه ونه وځي، افغان سوله ممکنه نه ده.

د طالب پلاوي بل غړي ملا متقي بیا ټینګار کاوه، چې دوی له ټولو ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د ده په وینا نه دوی د چا په چارو کې مداخله کوي او نه نورو ته په افغانستان کې د مداخلې حق ورکوي.
نورې څرګندونې
د جمیعت ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور وویل، که افغانان خپلو کې یو لاس شي د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو پلمه ختمیږي.
هغه همدا شان د اوربند په اړه هوکړه او په دوحه کې د بلې ناستې د ترسره کیدو غوښتنه هم وکړه.
ولسمشریز نوماند حنیف اتمر وویل، چې دوی د روسیې، امریکا، چین او نورو سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو په جدي ملاتړ د بین الافغاني مذاکراتو د پيل هیله لري.
د ناستې دوام
په پام کې ده، چې یاده ناسته نن چهارشنبه هم د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ دوام ولري او دواړه لوري پکې د افغان سولې په اړه خپل نظریات تبادله کړي.
معلومه نه ده، چې مشخصاً به نن دوی څه سره وایي، خو تمه کیږي، چې د ماسکو د تېرې ناستې په شان به د ناستې په پای کې یوه ګډه اعلامیه صادره شي.
غبرګونونه
دې ته په پام سره، چې په کابل کې ارګ په اخلاقي او مالي فساد تورن شوی، یا د پارلمان د ریاست پرسر ناندرۍ روانې دي، د ماسکو د تېرې ناستې هومره اوسنۍ ناستې ته غبرګونونه نه دي ښودل شوي.
په ټولنیزو رسنیو کې یو ډېر عام غبرګون دا دی، چې د طالبانو ګڼو منتقدینو له طالب استازو سره د یوې بهرنۍ نېمه لغړې خبریالې عکس زیات خپور کړی او د طالبانو روژه، جهاد او اسلامي ادعاوې یې نقد کړي.

یوه ډله نورو خلکو بیا د روسانو خلاف د افغان مجاهدینو جهاد تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي، چې دوی او طالبانو ولې روسیې ته مخه کړې ده؟
یوه برخه نورو خلکو بیا د ماسکو د ناستې ملاتړ کړی او ویلي، چې دغه ناسته د بین الافغاني مذاکراتو او سولې ته د رسیدو لپاره ګټوره ده.
د حکومت غبرګون
د حکومت غبرګون هم د ماسکو د تېرې ناستې په پرتله ډېر توند نه دی.
یوازې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي پرخپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې په دغه ناسته کې د ښځو او ځوانانو استازیتوب نه و.
له ماسکو سره هم مهاله روسیې په کابل کې هم له افغانستان سره د خپلې دیپلوماسۍ کلیزه نمانځلې.
دغې غونډې ته د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ورغلی و.