د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د تکړه او ځوان توپوهونکي او ویکټ ساتونکي رحمنالله ګربز ورور مسعود ګربز د خانزاده کندهار په غوره لیګ سیالیو کې ولوبېد، چې د نورو لوبو ترڅنګ یې پایلوبه کې خورا په زړهپوري توپوهنه وکړه.
د خانزاده کندهار غوره لیګ پایلوبه
د خانزاده کندهار غوره لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ لس ورځې وړاندې په کندهار کې پیل شوی و، چې پایلوبې ته یې د ناصر افغان منډیګګ ساتونکو او شېرزي کندهار شاهانو کرکټ لوبډلو لاره پيداکړې وه.
په پایلوبه کې لومړی توپوهنه د ناصر افغان منډیګګ ساتونکو لوبډلې وکړه، چي د مسعود ګربز د ۹۵ او علي احمد د ۳۹ منډو په مټ یې د شېرزي کندهار شاهانو لوبډلې ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکی.
کله چې شېرزي کندهار شاهانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوي هدف ته په رسېدو کې ناکامه شوه او ناصر افغان منډیګګ ساتونکې لوبډله اتلولۍ ته ورسېده.
د یاد لیګ تر ټولو غوره توپوهونکی منیر کاکړ، غوره توپاچونکی فرهاد عثماني، غوره الراونډر نظیف الله ذکي او ایمرجینګ لوبغاړی بیا نعمان شاه وټاکل شو او د یاد لیګ د مسئولینو له لوري ورته جایزې ورکړل شوې.
https://www.facebook.com/%D8%AF%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%D8%B1%DA%A9%D9%BC-%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%D8%AA-Kandahar-Province-Cricket-Directorate-103131588304660/photos/pcb.206259651325186/206251107992707/?__cft__[0]=AZW-PVCvTq4lHBDt6n51kuXCKxOYlkOgUHD-gAW59StoB66u89OG-zfyx32rNodmMV8CZroO5UoAibBrLI7yAaA96XImZ9MudBzRw33MFyh8zzvzm2rcFWwoZMCY7osVcf8nUVbUX1LQ-WFoE9TtQ5x1&__tn__=*bH-R
د پایلوبې ترڅنګ په نورو لوبو کې هم د مسعود ګربز توپوهنه
کندهار کې د کرکټ بورډ د رسنیو برخې مسئول قدرتالله عابد یاران ته وویل، د رحمنالله ګربز ورور مسعود ګربز د خانزاده کندهار غوره لیګ په سیالیو کې د ناصر افغان منډیګګ ساتونکو لوبډلې سره څلور لوبې وکړې، چې په لومړۍ لوبه کې یې ۷، دویمه لوبه کې یې ۱۰، په درېیمه لوبه کې یې ۵۶ او څلورمه لوبه «پایلوبه» کې یې بیا ۹۰ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې لپاره خورا ګټور ثابت شو.
هغه په پرونۍ پایلوبه کې یادې ۹۰ منډې په ۶۲ توپونو وکړې او د پایلوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
https://www.facebook.com/103131588304660/photos/a.103144098303409/206171148000703/?__cft__[0]=AZWlLdfykgzTNtbWS9Jecjy0OtDGH3W1s2Qoi1iQwNZSREjCVJ_PBViWKIg4YoSvHMhV4vTpIGGvGYPGv37o4NfrhmXUBe-sxz9ZCBF9IPTkteSUvh_KTwzhMKtyk8a0Of-pOj4l6gzgg6_5484ZS5dZ&__tn__=EH-R