د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

sari saga 2 1445830881 1 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې
ساړي، هندوستان
sari saga 2 1445830881 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې
دا ښايي د نړۍ تر ټولو ساده جامې و اوسي. د ټوکر یوه اوږده ټوټه چې اوږدوالی یې تر نهو میترو رسیږي. ساړي په نړۍ کې یو شیک او د بیلابیلو ډولونو لرونکی لباس دی چې کیدای شي په لسګونو بڼو واغوستل شي.
د هندوستان په کلیو او ښارونو کې ساړي په پراخه پیمانه کارول کیږي. د افغانستان په شمول د سیمې هیوادونو ته هم د ساړي بیلابیلو ډولونو لاره موندلې او یو شمیر ښځې یې مینوالې دي.
کیمونو ، جاپان

image1 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې

کیمونو ، جاپان

image1 810x540 1 1 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې
کیمونو د جاپانیانو د دودیزو جامو سمبول دی. له اولسمې پیړۍ راهیسې په دې هیواد کې دا ډول جامې د سړیو او ښځو لپاره دود شوي چې هر څوک د فردي ځانګړتیاوو سره ځان ته جوړوي.
جاپانیان اوس هم په ځانګړو مراسمو لکه ودونو، جشنونو کې دا ډول جامې اغوندې، او دا دود د جاپان شا او خوا هیوادونو لکه چین او کوریا ته هم پراخه شوی دی.
ساردینیان، دودیز کمیس، ایټالیا
 

sardinia د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې

ساردینیان، دودیز کمیس، ایټالیا

sardinia 1 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې
په ایټالیا کې د جامو دا بڼه د شمالي افریقا دودیزو جامو ته نژدې ده، د جامو دا بڼه د شمالي افریقا او هسپانوي کلتورونو څخه شریک او تاریخي عناصر لري.
سره ددې چې دا جامې ځینې شریکې ځانګړتیاوې لري ، خو بڼه یې له یو کلي بل ته توپیر کوي او په هر کلي خپل ځانګړی سټایل لري. ډیرې مشهورې یې د نورو ایالت دي. د یادونې وړ ده چې دا ایټالیوي لباس د افغانستان دودیزو جامو ته هم ورته دی.
مخروطي خولۍ، ویتنام
 

Costume1 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې

مخروطي خولۍ، ویتنام

Costume1 810x509 1 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې
ویتام په سیمه کې د دویزو او ښکلو جامو له پلوه یو بډای هیواد دی. ددې هیواد بیلابیلې دودیزې جامې نړیوال شهرت لري خو مخروطي خولۍ چې ویتنامیان یې ”نان لا“ بولي ډیرې مشهورې دي. دا خولۍ چې د وینام په بیلابیلو سیمو کې کارول کیږي ځانګړې بڼې او رنګونه لري. د یو شمیر مخروطي خولۍ په ژیو شعرونه داسې خطاطي شوي وي چې یوازې هغه مهال څرګندیږي کله چې روښنايۍ ته مخامخ شي.
Kiras 1 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې
کېرا، بوتان
Kiras د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې
د چین او هندوستان ترمنځ د همالیه په دې واړه سلطنت بوتان کې هر څوک باید خپلې ملي جامې واغوندي. د سړیو لپاره دا دودیزې جامې د غاو په نوم او دښځو لپاره د کیرا په نوم جوړیږي.
womens role in sami culture 13 638 1 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې
سامي دودیزې جامې، قطب
womens role in sami culture 13 638 د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامېد ناروي، سویډن او فنلیڼد په شمال کې او د روسیې په شمال لودیدیځ کې د کولا په ټاپو وزمه کې سامي ټبر اوسي. دا د اروپا تر ټولو پخواني استوګن دي چې په واورو او سړو قطبي سیمو کې ژوند کوي او د همدې واورو سره یې د مقاومت لپاره د جامو ځانګړې بڼه خپله کړې. د دوی دا دودیزې جامې هم په عمومي بڼه کې سره ورته دي خو په بیلابیلو ډیزاینونو او رنګونو یې جوړوي.