لومړنۍ کم عمره نجلۍ چې مریخ ته به سفر وکړي څوک ده؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 

ژباړه: نسیمه محمدي

الیسا کارسون له شک پرته د تاریخ د کوچنۍ فضانوردې لقب اخیستی دی. نوموړی اوسمهال مریخ ته د خپل فضايي سفر لپاره تیاری نیسي. الیسا کارسون
د کوم ځای ده؟
الیسا کارسون د ناسا ځوانه دانشمنده ده، چې مریخ ته د تللو لپاره زده‌کړه ویني. تر ټولو ځوان کس چې فضا ته یې د تللو جواز اخیستی، د لوئيزیانا اوسېدونکې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ ده.
الیسا کارسون په ۲۰۱۶م د فضايي علومو له پرمختللې اکادمۍ څخه فارغه شوه او د Mars One د ۲۰۳۳م د مریخ د تسخیر د ماموریت لپاره یو له اووه هدایت شویو سفیرانو څخه ده.
یاران uncategorized 2292 لومړنۍ کم عمره نجلۍ چې مریخ ته به سفر وکړي څوک ده؟
هغه اردوګاوې/ اډې چې الیسا په کې ګډون کړی
الیسا کارسون وړاندې له دې د ناسا اووه فضايي اډې (په ټوله کې اووه ځلي) شاته پرې ایښي دي. همدارنګه الیسا درې ځلي په فضايي اکامۍ کې ګډون کړی او زیاتره یې د Sally Ride اډه کې چې شمېر یې له حساب وتلی، ګډون درلود. نوموړی د زیاتو فضانوردۍ تمرینونو څخه بریالۍ شوه چې په دې برخه کې جواز تر لاسه کړي.
هغه ستونزې چې الیسا ورسره مخ شوې ده
له دې نړۍ بهر د خوبونو رشتیا کول د ځمکنیو ستونزو او خنډونو پرته نه ترلاسه کېږي. کارسون ځان نېکمرغه ګڼي ځکه چې تل یې د خپل شاوخوا وګړو ملاتړ له ځانه سره درلود.
بل خنډ، د نورو عادي ځوانانو سره د هغې د زده‌کړو متعادل کول دي. الیسا اوسمهال د پوهنتون د دورې د بشپړولو په حال کې ده او د نړۍ په څلورو ژبو خبرې کوي.
نوموړې په دې اند ده چې خلک باید د هغه څه لپاره چې واقعا غوښتونکي یې دي، که اسانه وي یا هم سخت، باید وخت ورته ورکړي.
یاران uncategorized 2293 لومړنۍ کم عمره نجلۍ چې مریخ ته به سفر وکړي څوک ده؟
د کارسون هیلې کارسون
د خپلو تلپاتو هيلو څخه د ځوانۍ په پړاوو کې مریخ ته د تللو ماموریت ګڼي. نوموړي اوسمهال د ناسا ترټولو ځوانه دانشمنده ده، چې تمه ده د لومړنی انسان په توګه د مریخ پر مخ قدم کېږدي.