د فیسبوک مشر: خیر دی ماسک واغوندئ، کرونا بیا چټکه خپریږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

راپور: بشر درویش
د فیسبوک کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ له خلکو غوښتي چې ماسک واغوندي او ځان وژغوري.
نوموړي له خلکو هیله کړې چې په دې کار سره به له خپل هیواد سره ښه وکړي.
مارک زوکربرګ له خپلې میرمنې سره جوړه عکس داسې مهال ایستلی چې ښکاري دواړو ماسکونه اچولي دي.
ښاغلي زوکربرګ لیکلي:

«د مهربانۍ له مخې ماسک واغوندئ. کویډ۱۹ بیا چټک خپریږي، او ماسک له خلکو سره مرسته کولی شي چې روغ پاتې شي.»


نوموړي ویلي، دا له هیواد سره هم مرسته کولی چې خلاص پاتې او له قرنطین بچ وي.
د فیسبوک کمپنۍ د کرونا له راتګ سره پر خپل پاڼو او اپلیکشونونو کې د کرونا په اړه معلوماتو او خلکو خبرولو کې هم هڅې زیاتې کړي دي.

امریکا او دروند زیان

امریکايي زوکربرګ د هیواد د خلاص پاتې کیدو خبره داسې مهال کوي چې امریکا متحده ایالات په خپل تاریخ کې تر ټولو لوی اقتصادي زیان د کروناویروس له امله د وضع شویو بندیزونو پرمهال ولید.
د امریکا واشنګټن پوهنتون په دې وروستیو کې یوه څیړنه کې ویلي د روان کال تر اکټوبر لومړۍ نیټې د کرونا ویروس له امله شاید ۱۸۰ زره امریکایان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
څیړنه کې ویل شوي چې که  ۹۵ سلنه امریکایان ماسک واغوندې دا شمیره ډیره راکمولی شي.

کرونا؛ نړۍ، امریکا او افغانستان

په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس لس عشاریه څلور میلیونه کسانو ته رسیدلی چې تر اوسه ترې پنځه عشاریه ۳۲ میلیونه روغ شوي او پنځه لکه او ۱۰ نفره ترې مړه شوي دي.
چې له دې ډلې په امریکا متحده ایالاتو کې دوه عشاریه ۶۸ میلیونه کسان پر کرونا ویروس اخته دي، چې اته لکه او ۲۶ زره ترې جوړ شوي او ۱۲۹ زره نور امریکایان ترې مړه شوي دي.
ترڅنګ یې په افغانستان کې تر اوسه پر کرونا ویروس ۳۱۵۱۷ تنه اخته شوي دي چې له دې ډلې یې ۱۴۱۳۱ تنه روغ شوي او تر ۷۴۶ تنه مړه شوي دي.
https://yaraan.com/old/covid-19-in-usa2/