ژباړه: پلوشه فضلي
د برازیل په باراني ځنګلونو کښي داسي حشرات هم سته چي د مرغانو د اوښکو په چښلو سره خپله تنده ماتوي.
یوڅه وخت دمخه د برازیل يوه زولوجسټ جوواو کانیرو ډی لیما مورائس د شپې په تیاره کښي د وني پر يوه ښاخ باندي یو کوچنی مرغه ولیده چي د سترګو سره یې يوه حشره ناسته وه او له سترګو څخه یې د خپلو بندو مښکو پواسطه اوښکي جذبولې. ډی لیما مورائیس څو ځلي دا حشره وليده چي د شپې په تیاره کښي د مرغانو له سترګو اوښکي څښي.
له دې څخه وړاندي هم ډېری حشرې لیدل سوي دي چي د کشپ او سمسارې اوښکي چښي خو دا لومړی ځل دی چي حشره د مرغانو د اوښکو پر چښلو لیدل کېږي او په دې ډول خپله تنده ماتوي او هم ورباندي خپله لوږه ختموي. ځکه په اوښکو کښي پروټین او سوډیم شتون لري او په دې سره مرغانو ته هیڅ کومه فایده یا تاوان نه رسېږي، خو د ځینو پوهانو په وینا چي په دې کار سره مرغانو ته د سترګو ناروغي پيداکېدلای سي.