د نا مسلکي مدیرانو (۱۰) عادتونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 
لیکواله: لیاني مارتها، د تشبثاتو او مالي چارو مشاوره
ژباړه: شاهین
یو ارامه او په زړه پورې دنده یواځې ستاسې په علاقې او لوړ معاش پورې نه ده تړلې؛ بلکې د یو غوره او مسلکي آمر (ریس) رول او د همکارانو سره اړیکې هم پکې اساسي شرطونه دي.
له بده بخته، چې ټول ریسان یو ډول نه وي. کله موږ او تاسې په یو بد او غیری مسلکي ریس هم ورپیښیږو، چې زموږ او ستاسې د خولې خوند خرابوي.
دلته درته د ناسم او غیری مسلکي ریس (۱۰) عادوته یو په بل پسې ذکر کوو:
۱ـ په سپکه او تونده لهجه خبرې کوي.
مفاهمه یا ارتباطات د ادارې د ملا تیر جوړوي. کله چې د ادرې د پورته او ښکته لیول کارکوونکو ترمینځ سمه مفاهمه وجود ونه لري؛ بویه، چې د ادارې موخې په هیڅ قیمت ترلاسه کیدلای نه شي.
کله چې یو مدیر په تونده او سپکه لهجه خبرې کوي، نه یواځې دا، چې د کارکوونکي انساني صفت ته توهین دی، بلکې په هغه له حده د زیات فشار راوړل هم دي.
یو ښه مدیر باید همیشه واضح، هڅوونکې او رغنیزې خبرې وکړي.
۲ـ په کارکوونکو کې د ویرې او تهدید خپرول.
یو غیری مسلکي مدیر همیشه خپل ټيم د ویرې او تهدید په زور کار ته هڅوي. دا د هڅوولو تر ټولو ناسمه لار ده. غوره او مسلکي مدیران د تهدید څخه هیڅکله هم کار نه اخلي. دوې د تشویق او هڅونې لپاره خاصې سټراټیژۍ او پالیسۍ لري.
۳ـ د کارکوونکو په کار سخت کنټرول او څار ساتي.
هر څوک چې په اداره کې د هرې دندې لپاره ګمارل کیږي، هغه کس د دندې په ټولو اصولو او ضرورتونو برابر وي. خو غیرې مسلکي مدیران بیا هم خپل کارکوونکي تر دومره کنټرول لاندې ساتي، چې بلکل کارکوونکی خپل کار ته نه پریږدي. تل ورته وايي، چې داسې وکړه او هغسې وکړه!
یو مسلکي مدیر خپلو کاروکونو ته وخت ورکوي، چې د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره خپله لاس په کار شي او په خپلو کړونو کې د نوښت لاره خپله کړي.
۴ـ د ناکامۍ پړه په نورو اچوي.
د خپلو ناکامیو پړه په نورو اچول تر ټولو ناسم او بیخونده کار دی. یو غیری مسلکي مدیر همیشه د خپلې ناکامۍ پړه تر لاس لاندې کارکونکو په غاړه وراچوي.
مګر یو ښه او مسلکي مشر تل کوښښ کوي، چې له خپل ټیم سره په ګډه د ادارې ناکامیو ته اوږه ورکړي او هغه جبران کړي.
۵ـ د خپل زړه مني او د بل هیڅ چا نه اوري.
یو غیری مسلکي مشر همیشه د خپل زړه طرحې عملي کوي. دی په اداره کې له خپل ټیم سره نه هم مشوره کوي او نه هم د هغوې خبرې ته چندانې ارزښت ورکوي.
اما یو ښه او مسلکي مدیر بیا د خپل ټیم سره د پروژې په ټولو اړخونو سلا کوي او په ګډه طرحه او پالیسي جوړوي.
۶ـ خپله کار نه کوي، له خلکو ډير کار غواړي.
یو مسلکي مدیر د نورو لپاره مثال وي. هغه همیشه د خپلو موخو د تعقیب لپاره کار کوي او له نورو هم بهتره کار غواړي.
خو یو غیرې مسلکي مدیر خپله هیڅ کار نه کوي، خو له خپل ټيم څخه دومره کار غواړي، چې ان د هیچا په توان کې هم نه وي.
۷ـ خپلو کارکوونکو ته لارښوونه نه کوي.
یو غیری مسلکي مشر هیڅ یو کارکوونکي ته هیڅ ډول لارښونه نه کوي. اما موږ او تاسې ټول په دې پوهیږو، چې یو نوی کارکوونکی تل د خپل مشر لارښوونې ته اړتیا لري. ددې سربیره، په اداره کې باید د ادراې مشر د خپل ټیم لپاره وخت ناوخت په ځينو برخو د پوهې او مهارتونو د کچې د لوړولو ټریننګونه برابر کړي.
۸ـ واضح او څرګندې موخې نه لري.
هره اداره د یو هدف لپاره رامینځ ته کیږي؛ او هره پروژه یوه یا ډیرې موخې لري. یو ښه او مسلکي مشر همیشه خپلو کارکوونکو ته دا واضح او څرګندوي، چې څه کوي او څه موخې لري، څو په ګډه يې تر لاسه کړي.
خو یو غیری مسلکي مشر ان په دې هم نه پوهیږي، چې څنګه او له کومو لارو خپلو موخو ته ورسیږي.
۹ـ د ګډ کار team-work لپاره هڅه نه کوي.
ګډ کار د کارکوونکو خپل مینځي او د ادارې د مشرانو او کارکوونکو ترمینځ اړیکې پیاوړې کوي، او د ښې همغږۍ په لور غوره کار دی.
خو زیاتره غیری مسلکي مدیران اصلا ددې اصل په رامینځ ته کولو نه پوهیږي.
۱۰ـ کار ډیر غواړي، معاش لږ ورکوي.
که د کومې ادارې مشر له تاسې څخه د لږ معاش په بدل کې ډیر کار غواړي، دا هم غیری مسلکیتوب دی. معاش همیشه د کار او زحمت په بنیاد ورکول کیږي.
که کوم څوک په اداره کې ښه او زیات کار کوي، اداره باید له معاش سربیره هغه ته مکافات ورکړي.
له دې سربیره، یو مسلکي مدیر ستا له لایحې او قرارداد وراخوا هیڅ اضافي کار له تاسې نه غواړي.