ژباړه: آلماء افغان
د مخ لکې په بیلابیلو ډولونو منځته راځي، که چیرې يې د لمنځه وړلو په هڅه کې یاست لومړی يې باید اصلي لامل پیدا کړئ. د لکو د پیدا کیدو د وجې له مخې تاسو کولای شئ درملنه يې وکړئ.
د هغه علت له وجې چې لکې پیدا شوي د هماغې ستونزې حل لارې ومومئ او خپل مخ مو د لکو څخه خلاص کړئ.
تر ډیره د لمر وړانګو سره پاتې کیدل:
په لمر کې ډیر وخت پاتې کیدل، د لمر د وړانګو سره د مخ ډیر مواجع کیدل پرته له دې چې په کافي اندازه د لمر ضد کریم مو وهلی وي په مخ د لکو د پیدا کیدو سبب ګرځي.
ډاکتران وايې:
په لمر کې ډیر پاتې کیدل مو په مخ کې د ملانین د تولید سبب ګرځي او همدا لامل وي چې په مخ مو تیز رنګه لکې پیدا کوي.
د هورمونونو بدلون:
د امیندوارۍ پرمهال د استروجن او پروجسترون د تولید ضربان،د امیندوارۍ د مخنیوي او یا د میاشتني عادت د نه رامنځته کيدو لپاره د ګولیو خوړل هم په بدن کې د زیات ملانین د تولید سبب ګرځي همدا لامل وي چې د مخ د لکو د پیدا کیدو سبب ګرځي.
د امیندوارۍ پرمهال لکې:
دا په امیندوارو میرمنو کې یوه عامه ستونزه ده چې قهوې ته ورته لکې يې پرمخ رو، رو پیدا کیږي، د امیندوارۍ پرمهال د وینې د کمښت له وجې ډیر کله مېرمنې په دا ډول ستونزې اخته کیږي.
دا لکې په تندي او غومبور کې لیدل کیږي، کیدای شي د ماشوم د پیدایښت سره سمې یا څو میاشتې وروسته ورکې شي.
په مخ ټکي ټکي پیدا کیدل:
په مخ خالونه ډیر کله په هغو اشخاصو کې لیدل کیږي چې سپین رنګ، سره ویښتان او آبې سترګې ولري، دا لکې تر ډیره خطري ندي.
په اوړي کې ډیریږي او په ژمې کې یا لږ وي او یا هم نه وي خو؛ پام مو وي چې دا خالونه په ډیر لږ عمر کې پیدا شي او په ژمې کې هم د لمنځه ولاړ نه شي نو؛ خطرناک بلل کیږي او ښه ده چې د یو جلدې ناروغیو متخصص سره پرې مشوره وشي او درملنه يې وکړئ.
د زړښت لکې:
د زړښت لکې د ۳۰ کلنۍ تر ۴۰ کلنۍ په عمر ښکاره کیږي چې کیدای شي په مخ او لاسونو کې ظاهر شي، که يې درملنه وکړۍ دا لکې هم کولای شئ د لمنځه یوسئ.
د ویټامینونو د کمښت له وجې لکې:
د ویټامین بې۱۲ د کمښت له وجې لکې ډیر کله په هغو اشخاصو کې پیدا کیږي چې تور رنګ ولري.
د ویټامین ای د کمښت له وجې هم لکې پیدا کیږي او ددې لکو رنګ د چرګ پوستکې د رنګ په شان وي.
همدارنګه؛ د فولیک اسید، ویټامین سي او د وینې د نورو د ډولونو د کمښت له وجې هم پر مخ لکې پیدا کیږي.
د ځینو درملو د استعفادې له وجې د لکو پیداکیدل:
د کلرپرومازین، دی پنیسیلامین، هیدانتوئین، د ملاریا او سرطان ضد درملو استعمال هم د مخ د لکو د پیدا کیدو سبب ګرځي، همدارنګه په دوامداره توګه د ماینوسیکلین د درملو استعفاده هم د مخ د لکو د پیدا کیدو سبب کیږي.
د ناروغیو له وجې د لکو پیدا کیدل:
د روماتیزم له وجې همدارنګه د پښتورګو نه پاملرنې له وجې او دې ته ورته د ډول، ډول نورو ناروغیو له وجې په مخ لکې پیدا کیږي لکه؛
د عمر زیاتوالی:
د عمر په زیاتیدو سره سلولونه لکه د ځوانۍ تکثر نشي کولای نو؛ همدا لامل وي چې د بدن ناسم ترتیب او ترمیم له وجې په مخ لکې پیدا کیږي ښه ده چې درملنه يې وشي او د ډاکتر سره پرې مشوره وشي.
سرطان:
کراتوز اکتینیک یو ډول د سور رنګه یا قهويې شکل لکې دي چېد پوستکې په بیلابیلو برخو کې پیدا کیږي، او ددې خاص لامل په ډیره موده کې د لمر وړانګو سره د مخامخ کیدو له وجې وي.
که څه هم دا یو دردناک حالت ندی خو دا موضوع نه باید عادي ونیول شي نو په سرطان بدلیږي.
نیوروفیبروماتوز:
دا یوه جینیټکې ناروغې ده چې په عصبې سیستم کې د تیمورونو د ودې سره مل ده. دا جنیټیکې ناروغۍ د هلک د پیداکیدو سره سم پیدا کیږي، مګر ددې نښې هغه وخت معلومیږي کله چې هلک لس کلنۍ ته ورسیږي.
په دې ناروغۍ کې قهويې لکې په روښانه ډول منځته راځي، دا حالت په نورو نښو لکه؛ د سترګو تیمور، د عادې حالت څخه د سر غټوالی او په اختلاطې ډول د ملا د تیر ودې او تکثر سره منځته راځي.
شکر:
په شکر ناروغۍ کې پرمخ د لکو پیداکیدل هم تر ډیره یوه عامه ستونزه ده، کله چې څوک په شکرې ناروغۍ اخته شي نو؛ پرمخ يې لکې پیداکیږي او د وخت په تیریدو سره پرته د درملو دلمنځه ځي، ددې لکو د لمنځه وړلو یوه ښه لاره د شکرې ناروغۍ کنترول کول دي.
په بیلابیلو نورو ډولونو د لکو پیداکیدل:
ــ په ارثي ډول
ــ د خولې شاو وخوا
ــ د سترګو حلقې
ــ او د بدن په مختلفو برخو کې د لکو پیدا کیدل.
په پوره ډول د لکو درملنه:
په مکمل ډول د لکو د لمنځه وړل د لیزر په واسطه ،د کیمیاوې درملو په واسطه د پوستکې درملنه او د میکرودرم آبریژن( یو غیر کیمیاوي فرایند دی کوم چې د مخ مړه سلولونه دلمنځه وړي او پوستکی سالم او ځوان کوي).
د مخ د لکو لپاره کورنۍ درملنه:
په یوه کاسه کې درې کوچنۍ قاشوغې الویرا ورژوۍ ، ورسره ګلاب او لګسیرین اضافه کړئ.
دا مواد په په لاس ښه مخلوط کړئ، دا مخلوط مو پرمخ وموښئ او تر لس دقیقو پورې يې پریږدئ.
دا طبیعې نسخه د یوې اونۍ لپاره وکاروئ ترڅو؛ یو شفاف پوستکی ولرۍ. آلویرا زیانمن پوستکي او د پوستکي د ساتنې لپاره ګټور دی، ګلاب د تیز رنګه لکو د لمنځه وړلو لپاره ګټور دیاو پوستکی روښانه کوي همدارنګه کلسیرین او ویټامین ای پوستکی تغذیه کوي او د پوستکې په ځوان ساتلو کې مرسته کوي.