پښتون سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي یو ځل بیا په افغانستان کې پر روانو ناامنیو او تاوتریخوالي ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي د جګړې له ښکېلو اړخونو په ځانګړې ډول له وسله والو طالبانو یې غوښتنه وکړه چې تاوتریخوالی بند کړي.
اڅکزي زیاته کړې، چې نړۍ نن د پوهې هغې کچې ته رسېدلې ده چې د ښکلا لپاره ان وحشي ژوي لا نه وژني خو په وینا یې افغانان هره ورځ وژل کېږي خو څوک یې په کیسه کې هم نه دي.
هغه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي لامل د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې که چېرته ګاونډي هېوادونه د افغانستان ناامنۍ ته لمن ووهي نو دغه اور به د دوی لمنو ته هم ورسېږي.
دغه پښتون سیاستوال ویلي چې ده د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه هم غوښتي چې د افغانستان له مسئلې د ګاونډیو هېوادونو لاسونه لنډ کړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ امریکايي سناتورانو په یوه غونډه کې د امریکا پر دفاع وزارت نیوکه کړې چې د افغانستان په چارو کې ښکیل جنرالان د ځواب ویلو لپاره دې کمیټې ته نه ورلیږي.
دې غونډه کې د امریکا د کانګرېس د وسله وال پوځ کمېټې غړي جک رییډ او د غونډې مشر ټینګار وکړ چې امریکا دې د افغان ځواکونو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې وپایېږي.
په ځواب کې د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ هالفْي بیا د افغان ځواکونو د وړتیا ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې اوس دغه ځواکونه په یوازې ځان هم مخالفینو پر وړاندې جګړه پرمخ بوولی شي.
ده په خپلو خبرو کې افغان پوځ وستایه او په وینا یې دا پوځ د اتلانو په شان له دښمن سره جګړه کوي، هره ورځ تلفات ورکوي خو بیا ولاړ دي او افغانان دې پرې وویاړي.
په دې غونډه کې ګڼ شمېر سناتوروانو د هغو افغانانو پر خوندیتابه او امریکا ته یې پر بیولو ټینګار وکړ چې له امریکايانو سره یې په ملکي او پوځي ډګر کې کار کړی دی.